BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:51 گرينويچ 2005 ,18 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر کرزى سعودي ته روان شو
News image
کرزى به برخه والو ته وايي چې پانگه وال کولى شي له ننني افغانستان نه ښې گټې تر لاسه کړي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د فبروري په ١٩ په جده کې په جوړيدونکې نړيواله اقتصادي غونډه کې د گډون لپاره د جمعې په گهيځ سعودي عربستان ته ولاړ. نوموړى د(( جدې )) د فورم په نامه نومول شوې دغې غونډې ته چې د فبروري له ١٩ تر ٢١ نيټې پورې دوام مومى ، په دې نيت ورغلى چې د غونډې برخه والو ته د افغانستان د اقتصادي ضرفيتونو د وړتيا په تړاو ډاډ ورکړي .

په ټوله کى به د دوى هڅه دا وي چې د غونډې برخه وال په افغانستان کې پانگې اچونې او د سوداگريزو فعاليتونو پراختيا ته وهڅوي .

په پام کې ده چې ښاغلى کرزى به دا کار غونډې ته د وينا له لارې وکړي .

 د جدې په غونډه کې د نړۍ له بيلابيلو هيوادونو څخه شاوخوا ٢٠٠٠ استازي برخه اخلي

دښاغلي کرزي خبرې به هم تر ډيره د امنيت او د پانگې د خونديتوب له اړخه د ننني او پروني افغانستان تر مينځ په توپيرونو راټولي وي او دا چې پانگه وال کولى شي له ننني افغانستان نه ښې گټې تر لاسه کړي .

د جدې همدغه اقتصادي فورم ته چې له شپږو کالو راهيسې د جدې د سوداگرۍ د ا اطاقونو او د لندن د سوداگرۍ د پوهنتون په نوښت جوړيږي، د نړۍ له بيلابيلو هيوادونو څخه شاوخوا ٢٠٠٠ استازي ورتلونکي دي .
په دې کې د چک جمهوريت ولسمشر واکلاو کلاوس ، د سينگال ولسمشر عبدلاى او د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز هم شامل دى .

د فورم دغه سږنۍ غونډه د ظرفيت جوړونې تر سرليک لاندې جوړيږي او د بحث مرکزي موضوع به يې د وگړو لپاره د تلپاتې پرمختيا د رامينځ ته کولو پر لارو چارو خبرې اترې وي . .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت