|
د کابل په زندان کې بلوا شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي چې د کابل د څرخي پله په زندان کې بنديانو بلوا کړې او د زندان يو برخه ېې دخپل کنترول لاندې راوستې ده. چارواکي وايي نزدې ديارلس سوه کسانو د زندان يوه برخه تر کنترول لاندې راوستې ده. دې بندي خانې کې د طالبانو او القاعدې پورې تړلي کسان هم بنديان دي. افغانستان کې د زندانونو مسول عبدالسلام بخشي بي بي سي ته وويل بلوا بيگا شپه ناوخته هغه مهال پيل شوه چې يو شمير بنديانو د بنديانو لپاره د نوو ټاکل شوو جامو په تن کولو څخه ډډه وکړه. دڅرخي پله د زندان د دويم بلاک بنديانو خپلو جامو او کټونو ته اور واچولو، د راپورونو له مخې ځينود تېښتې هڅه وکړه. زندان سره نزدې سيمې کې ميشتو عيني شاهدانو ويلي دي چې د شپې ېې ډزې اورېدلې دي خو د ځاني تاوان په اړه ضد اونقيض راپورونه ورکړ شوي دي . يوه چارواکي بي بي سي ته وويل چې څلور کسان په بلوا کې وژل شوي دي خو د عدلېې د وزارت معين محمد قاسم هاشم زي بي بي سي سره خبرو کې داراپور رد کړ اووې ويل چې يواځې د زندان څلور ساتونکي ژوبل شوي دي. زندان ته د افغان ملي پوځ ځواکونه استول شوي دي او ويل شوي دي چې د زندان ياد شوى بلاک ېې کلابند کړى دى. په دې اړه هيڅ نه راپور نه دى ورکړى شوى چې له زندان څخه څوک تښتېدلى هم دى که څنگه؟ د څرخي پله له زندان څخه پخواهم بنديان تښتيدلي دي . تېره مياشت اوه شکمن طالبان ددې زندان څخه په تېښتې بريالي شوي وو او د زندان ساتونکي په دې تورن شوى وو چې هغوي سره ېې په تېښتې کې مرسته کړې وه. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||