|
په ماسکوکې د افغانستان او روسيې تر منځ دبنديانود سپارلو يو تړون لاسليک شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا تړون په ماسکو کې د افغانستان د سفارت شارژدافير د روسيې د عدليې له وزارت سره لاسليک کړى دى . د تړون له مخې به ، چې د روسيې پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي، دواړه هېوادونه يو بل ته دهغو بنديان ورسپاري. افغان چارواکي وايي چې افغانستان کې روسي زندانيان نشته ، خو د روسيې په زندانونو کې لسگونه افغان بنديان شته دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||