BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:13 گرينويچ 2007 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل په څرخي زندان کې څه تير شوي ؟

د څرخي پله زندان

دويم پروگرام

د دغې لړۍ نور پروگرامونه به، چې د راډيو له لاردې په تېر کب کې خپاره شوي، په راتلونکي کې پرليکه کړو.

اووه کاله په کوټه قلفۍ کې

لومړى بلاک د څرخي پله د زندان تر ټولو مهم بلاک گڼل کيږي . په دغه بلاک کې د کوټه قلفۍ کوټې دي . په تېر کې په دغو کوټو کې معمولا داسې کسان بنديان کيدل چې د اعدام په گډون به له سختو سزاوو سره مخامخ وو .

په افغانستان کې د کمونيستي مهال يو جگپوړى چارواکى فقير محمد فقير له هغو سلگونو کسانو څخه يو دى چې دغلته کوټه قلف وو . نوموړى راسره د څرخې پله زندان ته تللى و او هغه کوټې يې راوښودې چې اووه کاله پکې بندي و.

د ژوند د تيرو غمجنو پيښو په يادولو سره ، معمولا د سړي پخواني ټپونه تازه کيږي ، خو نژدې ٢٠ کاله وروسته زندان ته په ننوتلو سره، د ښاغلي فقير په څېر ه کې دومره د خپگان نښې نه ليدل کېدې .

دى مخکې و او سيده يې د زندان قوماندانۍ ته بوتلم چې قوماندان راته اجازه راکړي چې هغه بلاک او هغو کوټو ته ولاړ شو چې ښا غلى فقير پکې بندي و.

' نه دا تشناب دى'

قوماندان په زندان کې راته د شته وو بنديانو سره د لېدنې اجازه رانکړه . خو ښه چلن يې وکړ او اجازه يې راکړه چې له ښاغلي فقير سره په زندا ن کې وگرځو .

د زندان د يوه افسر په ملتيا د قوماندانۍ څخه ووتو او د لومړي بلاک پر لور روان شوو . بياهم ښاغلى فقير مخکې شو او موږ ورپسى . دى په زندان کې داسې بلد و لکه کله چې يې کور و .

د زندان د انگړ په لوېديځ کې کله چې بلاک ته نژدې شو ، غږ يې کړ :
''دغه بلاک دى.''

د بلاک د انگړ له لويې دروازې څخه بلاک ته ننوتلو .

دهليز کې گڼ شمير خلک گرځيدل راگرځيدل . د زندان ساتونکي وويل : دوی بنديان دي چې د لمر اخيستلو لپاره انگړ ته وځي .

د څرخي پله زندان (د ارشيف انځور)

په دهليز کې ډېره لږه رڼا وه . لږ چې وړاندې لاړو، ښاغلي فقير وويل :
''کيڼ لوري ته گرځو.''

دې خواته يو بل اوږ د هليز و چې دروازې ته يې يو غټ کولپ پروت و .

له موږ سره د ملۀ چارواکي په لارښونه ددروزې کولپ خلاص شو او موږ دهلېز ته ننوتلو .

ښاغلي فقير د دهلېز په سر کې ښى لا س کې لومړۍ کوټې ته اشاره وکړه :

''دا مې کوټه وه.''
_ نه دا تشناب دى، د زندان ساتونکي وويل .

_ ښاغلي فقير يې خبرې پرې کړي او ټينگار يې وکړ: همدا مې کوټه وه .

_ کوټې ته ننوتلو .

دا دوه په درې متره کې يوه کوټه وه . چت ته نژدې دوې وړې کړکۍ يې درلودې چې اوس يې يوه کړکې په خښتو بنده شوې وه .

...او تندى مې مات شو

ښاغلي فقير وو يل :

''د جدي مياشت وه چې دې کوټې ته يې راوستلم او همداسې يخنې وه.''

کوټه اوس په اوبو لنده خيشته وه . تشناب هم د کوټې دننه دى .

ښاغلى فقير اوه کاله په همدې کوټې کې په کوټه قلفۍ کې بندي وو .

ده وويل که څه هم کوټه ډېره سړه وه، خو دنورو ځورونو له کبله يې يخنۍ ته دومره پام نه کېده .

ښاغلي فقير د بند لومړۍ شپې ورځې يادوي او د يوې پېښې کيسه کوي :

"د جدي د مياشتې ١٥مه وه چې زندان ته يوه ډله اوباشان راوستل شول . لرگي او کاڼې او ډبرې يې په لاسونو کې وې او زموږ پر بلاک يې بريد وکړ .

داسې ښکارېده چې عسکرو ته هم ويل شوي وو چې د بلاک دروازې ورته خلاصې کړې . دروازې خلاصې شوې او دغو کسانو د بد رد ويلو سره زموږ پر کوټو ودانگل . که څه هم ما د کوټې دروازه ټينگه نيولې وه . خو دروازه ټينگه نه شوه او ماته شوه . زه يې په ډبرو ووهلم .
او تندى مې مات شو .

نورو کوټو کې هم ورته کار وشو، ډير بنديان ټپيان شول .

چون موږ هم شخصي کاليو کې وو ، د هغوى په منځ کې گډ شو او ځانونه مو ترې ورک کړل .

د زندان دروازه

بل لوري ته په همدې ترڅ کې ځينو سرتېرو چې ښکاريده زموږ پلويان وو ، غږ کړ :

_ دوى خو مو مړه کړل او تاسې به هم ونيول شى.

په دې غږ سره اوباشان خوار ه شول او موږ ترې وژغورل شوو.

د وخت واکمنو غوښتل چې په دې ډول موږ ووژني او بيا داسې وښيي چې خلکو ووژل ."

د لومړي بلاک په دغو کوټو کې به هغه سياسي بنديان اچول کېدل چې د مرگ له سزا سره به مخامخ وو .

' له همدې کوټې څخه يې اعدام ته بوتلل'

ښاغلى فقير وايې هر ه مياشت به له ده سره کوټه کې اچول شوي بنديان په همدې موخه بيول کېدل .

هغه يوه پيښه په زړه کوي او کيسه کوي :
"د وروسانو پر ضد د کب ( حوت) دريمې له پاڅونه وروسته يو گڼ شمېر کسان ونيول شول او پلچرخي زندان ته راوستل شول . په دې ډله کې څلور تنه زما کوټې کې بنديان شول .

دوى مائوستان وو چې هغه وخت د شعله جاوېد په نامه يادېدل . دوى ځوان انجينران او په هيواد مين ځوانان وو . دوه ورځې وروسته يې هغوى د همدې کوټې څخه اعدام ته بوتلل ."

خو څنگه دى پوهيده چې دغه کسان يې اعدام ته يووړل .

ښاغلى فقير وايي کله چې به يې خلک اعدام ته بيول، شپه به وه، څراغونه به مړه شول، د کوټو څخه به يې يو-يوکس ايسته او لاسونه به يې وتړل او ټاکلي ځاى ته يې بيوه .

داچې چېرې يې بيول، دى وايې دى پرې نه پوهيده خو وايې ښايي چې د څرخې پله پوليگون ته

.

زندان ته پر لاره ناټو ځواکونه

ښاغلي فقير اوه کاله همدې او ددهلېز بلې غاړې کې يوې بلې کوټې کې تير کړي دي .

اوس هم د دهليز دواړو غاړو کوټې له بنديانو څخه ډکې دي او دغو بنديانو غوښتل چې موږ ته څه ووايې، خو د زندان ساتونکو ورته اجازه ورنه کړه .

اوه کاله وروسته ، د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال ښاغلى فقير دويم بلاک ته وليږدول شو.

د غټو کولپو شاته

دويم بلاک د لومړي بلاک ختيځ لوري ته پروت دى . د بلاک د ساتونکو په اجازه د بلاک د عمومي ور کولپ پرانيستل شو او بلاک ته ننوتو .

بلاک ته په ننوتلو سره ، ښاغلي فقير د اوسپنو هغه نهه دروازې وښودلې چې بلاک ته د ننوتلو له ځايه بيا تر هغې کوټې پورې چې دى پکې درې کاله بندي وو، جوړې شوې او غټ غټ کولپونه پکې پراته دي .

د ښاغلي فقير په لارښوونه همدې کوټې ته ورسيدو چې اوس هم له بنديانو څخه ډکه وه .

له دوى سره له روغبړۀ وروسته ، ښاغلي فقير د کوټې هغه کونج وښود چې هغه مهال دده بستره پکې پرته وه .

د څرخي پله زندان

خو ده وويل دلته تر لومړي بلاک ډير هوسا وو . ټلويزيون يې کتلى شو او هره ورځ د ٤٠ دقيقو لپاره د بلاک انگړ ته يې د تلو اجازه درلوده چې له لمر څخه گټه پورته کړي .

ولي ده وويل چې په دغه لويه کوټه کې چې نژدې اويا کسان وو، تشناب نه و او يوازې په ورځ کې به درې ځلي په ټاکلو وختونو کې تشناب ته يې د تلو اجازه درلوده .

خو وايې يو شمېر بنديان چې سپين ږيري وو ، په دې برخه کې له ستونزوسره مخامخ وو او د اړتيا پر مهال به يې مخامخ په کوټه کې د خپل حاجت د لرې کولو لپاره د پلاستېکي کڅوړو څخه استفاده کوله .

د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال چې کله له زندان څخه د سياسي بنديانو د خلاصيدو بهير پيل شو ، ښاغلى فقير وايي چې دى هم د بنديانو په درېيمه ډله کې له زندان څخه خوشې شو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت