BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي پوځيانو په کابل کې پرخلکو ډزې کړې

امريکايي پوځيانو وروسته له هغه ډزې وکړې چې پر گاډو يې ځانمرگى بريد وشو
په ځانمرگي بريد کې چې وروسته بيا امريکايي پوځيانو پر خلکو ډزې وکړې د دغو پوځيانو يو گاډى هم ويجاړ شوى
وروسته له هغه چې يوۀ ځانمرگي بريد د امريکايي پوځ يو کاروان په نښه کړ، امريکايي سرتېرو پر ولسي خلکو د ډزو په ترڅ کې يو ولسي سړى وژلى او څو يې ټپيان کړي.

د کابل د پوليسو مرستيال زلمي اورياخېل بي بي سي ته وويل نن (شنبه) سهار د کابل په لوېديځ کې له ځانمرگي بريد وروسته امريکايي سرتېرو په وارخطايۍ پر شاوخوا خلکو ډزې پيل کړې چې لږترلږه يو تن پکې مړ شو او درې نور ژوبل شول.

د امريکا پوځ هم منلې چې يوۀ پوځي يې 'په تېروتنه' د خلکو پر گڼې گوڼې ډزې کړې او دا چې دوى د پېښې پلټنه کوي.

پر خلکو باندې له ډزو وروسته شاوخوا دوه سوه کسانو پر لاريون لاس پورې کړ چې خپله غوسه وښيي.

ډزې وروسته له هغه وشوې چې د کابل په لوېديځ کې، په کمپنۍ ښارگوټي کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي څلور تنه ولسي خلک ووژل او اوه نور يې ټپيان کړل.

عيني شاهدان وايي کله چې د بهرنيو او افغان ځواکونو کاروان پر سړک تېرېده، له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر ورسره وجنگول شو چې درنه چاودنه يې رامنځته کړه.

د څلورو ملکي خلکو له مړينې سربېره، څلور امريکايي او درې اوفغان پوځيان هم په بريد کې ټپيان شوي.

د کابل د پوليسو د جنايي جرمونو د څانگې مشر عليشاه پکتياوال بي بي سي ته وويل دغې چاودنې نهه گاډي سخت زيانمن کړي، چې يو پکې د بهرنيو ځواکونو و.

د چاودنې اغېز ځکه پراخ ښوول شوى چې د گڼې گوڼې په مهال يې د ښارگوټي په منځ کې د بهرنيو او افغان ځواکونو پوځي کاروان په نښه کړى.

د بريد موخه ظاهرا د هغو امريکايي پوځيانو کاروان و چې د افغان پوليسو روزنه په غاړه لري.

له ډزو وروسته د کابل نننى لاريون سوله ييز ښوول شوى.

څه باندې يو کال مخکې همدلته د امريکايي سرتېرو لخوا پر خلکو له ډزو ورسته يوه پراخه بلوا پارېدلې وه چې د ښار گڼو برخو ته خپره شوه او ورانى يې جوړ کړ.

په هغې بلوا کې لږ ترلږه ١٦ کسان ووژل شول او پراخ مالي زيان هټيوالو، ناحکومتي موسسو او عامو ودانيو ته ورسېد چې شتمني يې وسوځول او ولوټل شوې.

په مزار شريف کې ځانمرگى بريد
مزار شريف
بلخوا، د افغانستان په شمالي ښار، په مزار شريف، کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي خپل ځان او يو لاروى وژلى.

د پېښې له سيمې څخه عيني شاهدان وايي شپږ تنه نور عادي خلک په دغه بريد کې ټپيان شوي هم دي.

د بلخ د پوليسو مرستيال تاج محمد وايي د ټپيانو حالت بد نه دى.

دى وايي په موټرسايکل سپارۀ ځانمرگي بريد کوونکي چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و ځان د بهرنيو ځواکونو يوۀ تېرېدونکي گاډي ته ورنژدې کړ، خو مخکې له دې چې ورسره ټکر وکړي ځان يې والوزاوه.

چارواکي وايي په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

بريد د ښار په منځ کې د ملکي روغتون له څنگه شوى او ظاهرا يې موخه د بهرنيو پوځيانو گاډى و.

مزار شريف د افغانستان په شمال کې يو له خورا خوندي ښارونو څخه دى او دا ډول بريدونه پکې ډېر نادر وي.

دا په دوو ورځو کې په افغانستان کې څلورم ځانمرگى بريد دى. تېره ورځ د کندهار او ارزگان په غبرگو ځانمرگي بريدونو کې تر لسو زيات کسان ووژل شول، چې ډېرى پکې ولسي خلک وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کابل کې ځانمرگى بريد
19 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت