BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:14 گرينويچ 2007 ,23 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل او ميمنه کې بريدونو درې کسان وژلي

په کابل کې د ځانمرگي بريد سيمه
د سړک پر سر د وينو ډنډوکي جوړ شوي و او د بريد کوونکي د بدن ټوټې هم تر ليرې ليرې خپرې وې
د کابل ښار په ختيځه برخه کې د کابل جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې يوۀ ځانمرگي بريد لږ تر لږه د يوۀ تن پوليس په گډون دوه تنه وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي .

د عيني شاهدانو په وينا پر موټر سايکل سپارۀ بريدکوونکي د بهرنيو ځواکونو د سرتېرو موټر په نښه کړې و. پوليس هم داخبره مني خو وايي چې بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

د بريد په سيمه کې د امريکايي او افغان ځواکونو گڼ پوځي گا ډي ولاړ وو، خو خبريالان يې نه پرېښودل چې سيمه له نژدې څخه وگوري.

هلته د سړک پر سر د وينو ډنډوکي جوړ شوي و او د بريد کوونکي د بدن ټوټې هم تر ليرې ليرې خپرې وې. پوليسو د بريدکوونکي د موټر سايکل ټوټې راټولولې او گاډې ته يې اچولې.

په سيمه کې موجود د پوليسو د نهمې حوزې مشر عبد الحسيب ارين وويل چې په بريد کې لږ تر لږه د يوۀ پوليس په گډون دوه تنه وژل شوي او پنځه نو ر ټپيان دي.

هغه وويل: ''د سهار اته بجې او پنځه دقيقي وې چې پر موټر سايکل سپارۀ ځانمرگي بريد کوونکي ځان والوزاوه چې په ترڅ کې يې د لويې لارې يو تن پوليس ووژل شو او دوه تنه نور پوليس ټپيان شول. سربيره پر دې څلورتنه عام وگړي هم ټپيان شوي دي چې يوۀ تن يې په روغتون کې ساه ورکړه.''

بريد کوونکي خپل موټرسايکل د امريکايي سرتيرو له موټر سره نژدې چولى چې د پوليسو چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو گاډى تر يوۀ ځايه ويجاړ شوى، خو پکې سپرو کسانو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

 بريد کوونکي خپل موټرسايکل د امريکايي سرتيرو له موټر سره نژدې چولى چې د پوليسو چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو گاډى تر يوۀ ځايه ويجاړ شوى، خو پکې سپرو کسانو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې

يوۀ تن عيني شاهد سلطان اياز بي بيسي ته وويل چې په بريد کې ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي بريد د دوى لخوا شوى چې په ترڅ کې يې گڼ امريکايي او افغان سرتيري وژل شوي دي.

دا د طالبانو د پوځي قومندان ملا دادالله تر وژل کيدو وروسته څلورم ځانمرگى بريد دى چې په افغانستان کې کيږي.

وروستى بريد د کابل ښار په ختيځ کې د کابل جلال اباد پر لويه لاره شوى چې په کابل کې ډيرى ځانمرگي بريدونه د همدغه سړک په اوږدوکې شوي دي. ښايي لامل يې دا وي چې هلته د بهرنيو ځواکونو اډې دي او تل پر دغه لاره تگ راتگ کوي.

نن د ناټو يوۀ وياند خبريالانو ته وويل چې په روانه مياشت کې د بيلابيلو بريدونو او چاودنو له کبله په افغانستان کې ٨٥ کسان وژل شوي دي چې ٧٠ تنه يې افغانان دي چې په دوى کې بيا ٤٠ يې عام وگړي دي.

په فارياب کې د بهرنيو سرتېرو مرگ ژوبله
ميمنه

بله خوا د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې د ولايتي بيا رغاونې د ډلې له اډې سره نژدې د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې يو فينلنډي سرتېرى او يو ولسي سړى وژل شوى. همدارنگه د ناروي څلور پوځيان په چاودنه کې ټپيان دي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه د خپل يوۀ تن سرتېري د وژلو او څلورو د ټپي کېدلو پخلى کړى.

د فارياب والي عبد اللطيف ابراهيمي وايي چې ماين د يوۀ دوکان تر څنگه ځاى پر ځاى شوي وو چې د پي ار ټي د سرتيرو د تيرېدو پر مهال د ريموټ کنټرول په مټ وچول شو. والي وايي چې چاودنه د افغانستان د دښمنانو کار دى .

په اوسلو کې د ناروي د دفاع وزارت هم د خپلو څلورو سرتېرو د ټپي کېدلو پخلى کړى.

د افغانستان شمالي ولايتونو تر ډېره د هيواد تر ټولو خوندي سيمې گڼل کېږي، چې دا ډول بريدونه او چاودنې پکې نادرې وي. خو په وروستيو کې خال خال د ناامني پېښې هلته هم ښکاره شوې.

څو ورځې مخکې په کندوز ښار کې په ځانمرگي بريد کې درې الماني سرتېري او شپږ ملکي کسان وژل شوي وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کابل کې ځانمرگى بريد
19 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت