BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:58 گرينويچ 2007 ,19 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندوز ځانمرگي بريد الماني سرتېري وژلي
په کندوز کې الماني سرتېري
په افغانستان کې د٣٠٠٠ الماني سرتېرو ډېره برخه په شمال کې مېشته ده
د افغانستان په شمالي ښار کندوز کې پر الماني ځواکونو باندې په ځانمرگي بريد کې درې الماني سرتېري او شپږ ولسي وگړي وژل شوي.

بلخوا په ختيځ ولايت ننگرهار کې د يوې ولسوالۍ د پوليسو مشر او موټر چلوونکى يې وژل شوي.

سيمه ييز چارواکي وايي د کندوز په چاودنه کې چې نن (شنبه) سهار وشوه دوه الماني سرتېري او ١٤ نور ولسي وگړي ټپيان شوي هم دي.

د کندوز والي انجينر محمد عمر وايي پر الماني سرتېرو هغه مهال بريد وشو چې دوى د ښار په چاى فروشي کوڅه کې پر پلي گزمه وتلي ول.

عيني شاهدان وايي يوۀ سړي چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکې تړلي ول الماني سرتېرو ته ورنژدې شو او ځان يې والوزاوه، چې درنه چاودونه يې رامنځته کړه.

شپږو وژل شوي افغانان دوکانداران ښودل شوي دي. چارواکو په ټپيانو کې د اووه تنو حالت خطرناکه بللى.

په تېرو څلورو کلونو کې دا پر الماني ځواکونو تر ټولو مرگونى بريد دى. په ٢٠٠٣ کې په ورته بريد کې څلور الماني سرتېري وژل شوي ول.

په افغانستان کې ٣٠٠٠ الماني سرتېري د ناټو تر قوماندې لاندې د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې مېشت دي، چې ډېرى پې د هيواد په شمال کې دي.

د ننگرهار او پکتيا بريدونه

هاخوا، په ختيځ ولايت ننگرهار کې د يوې ولسوالۍ د پوليسو مشر او چلووونکى يې د سړک د غاړې چاودنه کې وژل شوي او درې تنه ساتونکي يې ټپيان دي.

د ننگرهار د پوليسو وياند سمونوال عبد الغفور وايي د اچين ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالوهاب سهار د ولسوالۍ مرکز ته نژدې هغه وخت ووژل شو چې پر گاډي يې له ليرې کنترولېدونکى بم پرې وچاود.

بله خوا، په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې د امريکايي پوځ درې سرتېري هغه مهال ټپيان شوي چې ظاهرا يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي پرې د چاودنې هڅه وکړه.

د پکتيا د پوليسو يوۀ چارواکي جنرال غلام دستگير روستميار بي بي سي ته وويل چې درې امريکايي پوځيان هغه مهال ټپيان شول چې، د دۀ په وينا، يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امريکايي ځواکونو له کاروان سره وجنگوي.

هغۀ زياته کړه وروسته له هغه چې امريکايي سرتېري د بريد کوونکي په هڅه پوه شول، لاره يې کږه کړه او د سړک له غاړې کښته ژورې ته ولوېدل چې له کمر سره د ټکر لامله يې درې تنه ټپيان شول.

ښاغلي روستميار وويل د بريد کوونکى گاډى نه دى چاودلى او له سيمې يې پښې سپکې کړې. امريکايي پوځ په دې اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت