BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:07 گرينويچ 2006 ,22 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکندوز په بمي بريد کې يو مړ او ١٣ ژوبل شويدي

کندوز کې جرمن سرتيري
د کندوز د ولايتي بيا رغونې په ډلې کې جرمني سرتيري کارکوي
د افغانستان په شمال کې د كندوز په ښار كې د جرمني په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو د ګزمې پر دوه ګاډو بمي بريد شوى .

په دې بريد كې يو افغان وګړى مړ او د يو جرمن سرتيري په ګډون ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي

د كندوز ولايت د پوليسو مشر جنرال مطلب بيګ وويل چې بم له وړاندې نه پر يو بايسكيل ځاى په ځاى شوى ؤ . ده زياته كړه .

(( د كندوز ولايت په څلورمه ناحيه كې د زرګرۍ د سراى په وړاندې د پي ار ټي دوه ګاډي له بازار څخه د توكو د رانيولو لپاره راغلي و او همدلته ودريدل .ترڅنګ يې يو بايسكيل چې له وړاندې نه په كې بم ځاى په ځاى شوى ؤ ، ولاړ و . په هغه وخت كې چې ګاډي دغلته ولاړ ول ، بايسكيل وچاوديد .د كندوز ولايت ديارلس تنه اوسيدونكي يې ټپيان كړل او يو تن يې وواژه .))

د كندوز د پوليسو مشر دا هم وويل چې په دې پيښه كې يو جرمن سرتيرى هم سر بيرن ټپي شوى دى .ده د ځنې افغان ټپيانو حالت د انديښنې وړ وښوده او زياته يې كړه ددغو ټپيانو ډيره برخه ميرمنې او ماشومان جوړوي.

مطليب بيگ داد االقاعدې كار وباله او زياته يې كړه چې له وړاندې نه دوى ته ددغه ډول پيښو د رامنځته كېدو راپورونه وركړل شوي ؤ .خو تر اوسه كومې ډلې يا شخص ددې بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې .

د كندوز پوليس وايي چې پلټنې يې پيل كړي دي .كندوز چې د شمال ختيځو ولايتونو مركز بلل كيږي ، د جرمني په مشرۍ نړيوال سوله ساتي ځواكونه ددې ولايت تر څنګ په بدخشان او تخار كې د امنيت چارې پر مخ بيايي . دغه سرتيري د ولايتي بيا رغاونې ډلې پي ارټي په اډانه كې له افغان دولت سره د ټيكاو او ودانيزو چارو په پرمخ بيولو كې لاس كوي

.تير كال د تخار په ولايت كې د وسلو د راټولونې پر وخت د يوې چاودنې په ترڅ كې دغو سرتيرو ته ځاني زيان اوښتى ؤ .خو دا لومړى ځل دى چې په دغو سرتيرو بمي بريد كيږي.

يو نيم كال وړاندې د كندوز او بغلان د ولايتونو تر منځ د سړك جوړونې پر يوې چينايي ټولنې بريد وشو چې په ترڅ كې يې يولس تنه چينايي كارګران ووژل شول .له هغې وروسته ددغه ولايت امنيت د ډاډ وړ ګڼل كېده

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت