|
د کابل چاودنې ٨٠ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې زورورې چاودنې په کابل کې شاوخوا ٨٠ کسان وژلي او ټپيان کړي دي. د وژل شويو غټه برخه د پوليسو افسران ښوول کيږي. پېښه د کابل د امنيه قومندانۍ ته ور څېرمه په يوه بس کې چې پوليس پکې سپاره و شوې ده. په تېرو پنځو کلونو کې دا په افغانستان کې پر يوۀ ځاى د مرگ ژوبلې داړولو له اړخه تر ټولو ستره چاودنه بلل کيږي. په چاودنه کې د وژل شويو کسانو د شمېرې په اړه چارواکي يوه خوله نه دي خو د بيلابيلو ادارو لخوا دورکړل شويو معلوماتو له مخې داسې ويل کيږي چې شا وخوا ٣٠ تنه وژل شوي . دکابل د پوليسو د جنايي جرمونو سره دمبارزې مشر عليشا پکتياوال دپيښې په لومړيو شيبو کې وويل په پېښه کې تر ٣٠ زيات يوازې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو افسران دي. دټپيانو د شمېرې په اړه هم بيلابيل معلومات ورکول کيږي چې له دې منځه دروغتيا د وزير په وينا په دغه چاودنه کې ٥٢ تنه ټپيان شوي دي. چارواکي وايي چې په ټپيانو کې درې تنه بهرنيان هم شامل دي چې دوه يې جاپانيان ښوول کيږي. دکورنيو چار وزير دا ځانمرگى بريد وښود او په ډاگه يې کړه چې له چاودنې وروسته يې په سيمه کې يوپاکستانى وگړى نيولي چې د فلم په اخيستلو بوخت و. تردې مهاله ددغۀ کس په اړه معلومات نشته خو وزير په نژدې راتلونکي کې ددغه نيول شوي کس او د ورسره اسنادود ښولو يادونه وکړه. د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د پيښې مسوليت په غاړه واخيست او ويې ويل چې ددغه ځان مرگى بريد موخه پوليس و. له پيښې سره سم سيمه پوليسو کلابنده کړه او ټپيان او مړي يې روغتونونو ته وليږدول. دکابل ولايت د دروازې خواته د پوليسو داکاډمى د لوى بس په څنگ کې دملکي وگړو يو بل بس او څو نور موټرونه وران ويجاړ پراته و او له ورايه پکې د وژل شويو کسانو نښې نښانې ښکارېدې. دغه ځاى د ښار د شمالي څنډو دموټرو يو ستر تم ځاى دى. په دغه سيمه کې هرخوا دموټرونو سوځېدلي ټوټې پرتې وې او خلکو دخپلو خپلوانو دموندلوپه لټه کې اخوا دېخوا منډې وهلې.
د پېښې په سيمه کې يو ولاړ پوليس چې پيښه يې په خپلو سترگو ليدلې وايي چې د پوليسو داکاډمۍ ولاړ بس ته چې په لسگونو کسان پکې سپاره و يو کس دختلو هڅه وکړه چې دده په وينا په همدې مهال زوروره چاودنه وشوه . هغۀ بي بي سي ته وويل: ''پلار مې د تذکرو اخيستلوته راتلو. ما هغه دلته را وست دلته مې داکاډمۍ د استادانو سره ستړې مشې وکړه . زه يې شاگرد وم کله مې چې هغوى ولايت ته دننه کړل بېرته راغلم دهغوى دموټر دروازه خلاصه شوه. کله چې هغوى موټر ته ننوتل پر همدې وخت کې يو بل کس داستادانو په منځ کې ننوت، همدلته چاودنه وشوه.'' ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه پيښه غندلې او دا يې دافغانانو د دښمنانو کار بللى. دا په تېرو دوو ورځو کې ورته دويمه پيښه ده چې په پلازمېنه کابل کې تر سره کيږي. تېره ورځ د پلازمېنې په لويديځه برخه کې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر يوه کتار ځان مرگى بريد وشو چې په ترڅ کې يې درې تنه ټپيان شول. په دې وروستيو کې د طالبانو لخوا دکمين په نوم دعملياتو له اعلان وروسته د افغانستان په بيلابېلو سيمو کې د هرډول بريدونو په کچه کې څرگند زياتوالى راغلى چې په دې سره د ملکي وگړو دمرگ ژوبلې په اړه اندېښنې هم زياتې شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکايي پوځيانو په کابل کې پرخلکو ډزې کړې16 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||