|
گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا ددفاع وزير رابرټ گېټس خبردارى ورکړى چې د افغانستان پر سر اختلاف د ناټو راتلونکې په خطر کې اچولى دى . هغه اندېښنه ښوولې که د ناټو دتړون د غړو ترمنځ دنظر توپير همداسې روان پاتې شي نو دغه تړون به په دوه ډلو ووېشل شي. د افغانستان په سوېل کې مېشت د ناټو تر بولي لاندې ډيرى ځواکونه دامريکا ،برتانيا ،کاناډا اود هالنډ له هيوادونو سره تړاوو لري . رابرټ گېټس دغه وينادجرمني له اعلان سره جوخته وشوه چې وېويل برلين به د افغانستان شمال ته د چټک غبرگون په نامه ٢٠٠نور پوځيان واستوي. د جرمني ددفاع وزير په وينا دغه ځواکونه به په راتلونکو څو مياشتو کې مزارشريف ته واستول شي او د اړتيا پر مهال به ترې کار واخيستل شي. تېره اوونۍ د امريکا حکومت اروپايي هيوادونوته ليکونه واستول او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان سوېل ته دې نورسرتېري وليږي. خو د جرمني ددفاع وزير وايي: '' موږ پوهيږو چې که موږ خپل مخ له شمال نه سوېل ته واړوو نو دابه يوه لويه تېروتنه وي.'' له بلې خوا د امريکا ددفاع وزير رابرټ گېټس وايي: (( زه د ناټو د تړون په اړه اندېښمن يم چې دا تړون په دوه ډلو ونه وېشل شي؟.. يوه غاړه يې د خلکو د ژوند دخونديتوب لپاره له خپلو سرونو تېره ده او بل لورى يې داسې نه کوي.)) سم لاسي د امريکا ددفاع وزير افغانستان ته د سمندري ځواکونو لېږلو ته زړه نا زړه چمتو دى. رابرټ گېټس له دې وړاندې هم ويلي دي چې افغانستان ته دې اضافي پوځيان له نورو هيوادونو څخه ولېږل شي. د ناټو ټولو ٢٦ غړوهيوادونو خپل پوځيان نړيوالومرستندويه امنيتي ځواکونو ته ورکړي خو د امريکې ډيرى ملگري لکه جرمني، فرانسه،هسپانيا،ترکيه او اېټاليا دېته چمتو نه دي چې د افغانستان سوېل ته سرتيري وليږي. ددوى له دغه انکاره نور ملگري هيوادونه امريکا، برتانيا، کاناډا،هالنډ،ډنمارک او رومانيا خوښ نه بريښي ځکه چې دغو پنځو هيوادونو د افغانستان په سوېل کې د ياغيانو د ټکولوپه برخه کې ډير څه کړي او زيات زيانونه يې گاللي دى. اوس کاناډا ويلي دي که د ناټو نور غړي هيوادونه کندهار ته خپل سرتېري ونه ليږي نو دغه هيواد به خپل ٢٥٠٠ سرتېري له افغانستان څخه وباسي. | ورسره تړلي نور خبرونه دامريکا ټاکنې:اغلې کلنټن يوگام مخکې 09 جنوري, 2008 | نړۍ پرويزمشرف: دپاکستان لپاره جنگيږم26 جنوري, 2008 | نړۍ امريکايي دالقاعدې په تړاو محاکمه شو22 جنوري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||