|
دامريکا ټاکنې:اغلې کلنټن يوگام مخکې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په نيو هيمپشاير کې د ډيموکراټو اوريپبليکن کانديدانو ترمنځ دټول ټاکنو په بهير کې ډيموکراټې هيلري کلنټن او جمهوري غوښتونکي جان مکين برى تر لاسه کړ. د ډيموکراټانو ترمنځ هيلري کلنټن ٣٩ په سلو کې او بارک او باما ٣٦ په سلو کې رايې تر لاسه کړې. له بري وروسته اغلې کلنټن ملاتړ کونکو ته وويل چې په ځانگړي ډول د نيو هيمپشاير له خلکو مننه کوي . دې خلکو ته وويل چې په تيرې يوې اونۍ کې يې له دوى اوريدلي دي او په همدې ترڅ کې يې هڅه کړې چې ځان دې غوښتنو ته چمتو کړي. دې وويل ،داسې يې انگيرلې ده چې ټولو د زړه خبره يوه ده . په زړه پورې خبره داده چې ١٦ کاله وړاندې داغلې کلنټن خاوند او پخواني ولسمشر بيل کلنټن هم برى ترلاسه کړى وو . بارک اوباما خپله ماتې ومنله او ويويل چې په هيواد کې به د بدلون لپاره هڅې روانې وساتي خو له ټاکنو څخه وړاندې د يوې څيړنې وښودله چې په نيو هيمپشاير کې بارک اوباما ډيرې هغه سړى دى چې له ټول څخه به مخکې وي. د سي اين اين له مخې د ريپليکن گوند کانديد جام مکين ٣٧ په سلو کې رايې ترلاسه کړې او دده مخالف کانديد ميټ رامني ٣٠ په سلو کې رايې واخيستلې. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکاټاکنې:اوباما په ايووا کې بريالى شو04 جنوري, 2008 | نړۍ امريکاپرټاکنودبوټودمرگ اغيز 29 دسمبر, 2007 | نړۍ شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان28 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||