BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکاټاکنې:اوباما په ايووا کې بريالى شو
اوباما
سناتور اوباما ټينگار وکړ چې غواړي د هيواد لومړى تور پوستى ولسمشر شي.
د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د لومړۍ دورې هغه د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراتانو د گوندونو ترمنځ د ايووا په ايالت کې تر سره شوې.

مايک هوکابي د جموري غوښتونکي گوند په سلو کې د ٣٤ رايو په تر لاسه کولو سره له خپل سيال ميت رامني څخه مخکې شو.

تر اوسه د ريپبليکن يا جمهوري غوښتونکي گوند د ٨٠ فيصده اعلان شويو پايلو له مخې د ماساچوسې پخواني والي ميت رامني په سلو کې د ٢٥رايو په تر لاسه کولو سره د ايووا د جمهوري غوښتونکو په ډله کې دويم مقام گټلى دى.

د ډيموکراټانو کانديد بارک اوباما په سلو کې د ٣٨ رايو په تر لاسه کولو سره خپل پياوړي سيالان سناتوره هيلري کلنټن او جان ايډوارډز شا ته پرې ايښې دي.

سناتور اوباما ټينگار وکړ چې غواړي د هيواد لومړى تور پوستى ولسمشر شي.

نوموړي په ايووا کې خپله بريا د امريکا د خلکو د يووالي نښه او په هيواد کې د بنسټيزو بدلونونو لپاره د هغوى ژمنتيا وبلله.

ډيموکراټ سناتوران هيلري کلنټن او جان اېډوارډز په ايووا کې د دويم مقام د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي.

په همدې ترڅ کې سناتور ايډوارډز په ايووا ايالت کې ځان دويم گټونکى اعلان کړى خو دا خبر پخلى لا په رسمي ډول نه دى شوى.

د جمهوري غوښتونکو په ډله کې پر راميت رامني د مايک هوکابي برى خورا مهم گڼل شوى.

ښاغلي هوکابي وړاندې ويلي و چې په ايووا کې د هغه برى به د يوې معجزې په څېر وي.

هغه چې په تيرو وختونو کې د خلکو ترمنځ اغېز درلود د ميت رامني په پرتله په ټاکنيزو منډو ترړو کې له لږو مالي منابعو څخه برخمن و.

څيړونکي وايي چې په ايووا ايالت کې د ماتې خوړلو کانديدانو ماته د هغوى د بشپړې ماتې په مانا نه ده.

خو په ياد شوي ايالت کې د هغوى برى له تبليغاتي او مالي پلوه د امريکا د ولسمشرۍ د کانديدانو لپاره ډېر اغېزمن ثابتېدلى شي.

د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د لومړنيو ټاکنو بله دوره به د راتلونکې سه شنبې په ورځ د نيو همپشاير په ايالت کې تر سره شي.

تمه کيږي هغه کانديدان چې په ايووا کې يې د ولسمشرۍ د کانديد لپاره ټاکنې بايللي په راتلونکو ټاکنو کې به له خپلې مبارزې څخه لاس په سر شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت