|
امريکاپرټاکنودبوټودمرگ اغيز | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بېنظير بوټو وژنه د امريکا دټول ټاکنو د کانديدانو لپاره په سياليو کې يو بحث گرځيدلى دى. ددې ټول ټاکنو لومړنۍ برخه سيمه ييزو مسالو اغيزمنه کړې ده .دعراق په گډون بهرنۍ چارې لږد مسالو په توگه بريښي. د پاکستان پيښو دوى هڅولي دي چې خپلې بهرنۍ تجربې پياوړې کړي .ريپليکن يا جمهوري پلوه سناتور جان مکين ته ډيرځلې د بهرني کارپوه په توگه کتل کيږي. ده خبريالانو ته وويل هغه پوهيږي چې په پاکستان کې ولسمشر مشرف ته دا بسنه کوي چې ټليفون راپورته کړي او زنگ ور، ووهيي. دا ورسته څرگنده شوه چې ډيموکرات جان ايډوارډ همدا سې يو څوک دى. رودلوف گلياني يو ځل بيا رايه ورکونکو ته د سپټمبر د ١١ پر مهال د نيويارک مشرتوب ور په زړه کړ.هغه وويل ، دا وژنه يوه يادگيرنه وه چې ترهگري په هر ځاى کې ،په نيويارک ، لندن،تل ابيب او راولپنډۍ کې د خپلواکۍ يوه دښمنه ده. د هغه سيال ميټ روماني وويل ،ولسمشري د مشرتوب مهارتونه دي نه د بهرنۍ تگلارې تجربه.نوموړي وويل د بهرنيو چارو په وزارت کې په لسگونو زره کسان له دې تجربو سره شته دى. ډيموکراټان خپل باور پياوړى کوي.سناتورې هيلري کلنټن وويل ، هغه د ژوند له تجربو څخه پوهيدلې ده چې تاسو بايد د ټولو پيښو لپاره چمتوالى ولرئ. د هغې د سيال بارک اوباما مشر سلاکار خبريالانو ته وويل ، القاعده چې د ځينې کسانو له خوا پر وژنې تورنيږي،دعراق بريدونو زړورتيا ورکړې ده. هغه څه چې سناتورې کلنټن يې ملاتړ وکړ. مخکې له دې چې بله پنجشنبه په لووا کې ټاکنې ترسره شي احتمالا دا ټاکنيزې منډې ترړې به بيرته سيمه ييزو مسالو ته ورځي ،چيرته چې ډير لږ امکانات شته چې له پاکستان سره د امريکا د اړيکوله لارې رايه اچونکي بوخت وساتل شي. په حقيقت کې يو څو ولسمشران څوکيو ته له ډيرو نړيوالو تجربو سره ورغلي دي ، په نړيواله کچه، کانديدان ادعا کوي چې بهرني کارپوهان په سمه توگه دا ارزولى شي. | ورسره تړلي نور خبرونه داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان28 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان ورځپاڼې:بوټو له مرگ سره تندر راپريوته28 دسمبر, 2007 | نړۍ دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه28 دسمبر, 2007 | نړۍ پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده29 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||