BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 01:05 گرينويچ 2008 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پرويزمشرف: دپاکستان لپاره جنگيږم

مشرف
نوموړي هغه بهرني بل اندي (منتقدين) وننگول چې د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي ويره لري.نوموړي هغوى ته وويل چې دوى دې ووايي نېمگړتياوې چېري دي.؟
پاکستانى ولسمشر به کېدى شي په کوردننه په جگړه وي او په بهرنۍ نړۍ کې به له نيوکو سره مخامخ وي خوده په خپله وينا کې يو په يو خپلو مخاليفينو ته هيڅ ځاى پرنه ښودلو.

هغه چا چې د بشري حقونو په لړ کې دده پر واکمني نيوکې کولې نو نوموړي په ځواب کې ورته ويلي چې د پاکستان د اوسني چاپېريال له مخې دوى د لويديځ په څېر بشري حقونه نشي خپلولى.

هغه وويل مونږ هيڅوک دې ته نه پرېږدو چې پاکستان بې ټېکاوه کړي او موږ گډوډۍ ته يوسي.

هغه هر هغه څوک وغندل چې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې يې هېواد تر پوښتنې لاندې راوړي.

دهغه دليل دا وو چې له لويديځ سره يوځاى دده په ټينگارد خپلو ځينې دلايلو له مخې پاکستان د ترهگرۍ په ضد دجگړې په لومړۍ ليکه کې مبارزه کوي. ده وويل:

((مهرباني وکړئ !په دې ځان پوه کړى چې موږ دا د هيچا لپاره نه کو ،موږ داد خپل ځان ، د پاکستان لپاره کوو.

فکرکومه چې ولې به موږدترهگرۍاو بنسټپالنې په وړاندې جدي نه يو ، ولې به موږ د طالبانو د تيت نظر پر وړاندې گام نه اخلوځکه چې دغه څه نه زموږ مذهب او نه يې پاکستان غواړي .

ځکه خو موږ د خپل ځان لپاره جگړه کوو ،موږ په دې مبارزه کې څوک نه خوشاله کوو بلکې موږ خپله جدي يو .))

په سياسي ډگر کې د نوموړي ټينگار دا وو چې له پلان سر سم د فبرورۍ پر اتلسمه نېټه به ټولټاکنې ترسره کېږي.

نوموړي هغه بهرني منتقدين وننگول چې د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي ويره لري.نوموړي هغوى ته وويل چې دوى دې ووايي نېمگړتياوې چېري دي.؟

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت