BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:11 گرينويچ 2008 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي دالقاعدې په تړاو محاکمه شو

بوش
دجوز پډيلا دوسيې ته په امريکا کې د ولسمشر بوش د ادارې لپاره دازمايښتي هغې په توگه کتل کيږي
دچپکاگودبدماشونو د ډلې پخوانى غړى د ترهگرۍ او د القاعدې په ملاتړ د ١٧ کلونو لپاره پر قيد محکوم شو.

په تير اگست کې جوز پډيلا له هيواده بهر دخلکو په وژلو ، تښتولو او ټپي کولو تورن شوى وو .

جون ډانشين له واشنگټنه راپور راکوي:

جوز پډيلا يو امريکايي دى چې دوسيې ته يې دترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د ولسمشر بوش د ادارې لپاره د مهمې ازميښتي هغې په توگه کتل کيږي .

دغه ٣٧ کلن اسلام ته اوښتى سړى په ٢٠٠٢ کال په متحدو ايالاتو کې د يو لړلي بم د چېيوولو ددسيسې د جوړولو په تور ونيول شو.

دى ددرې نيمو کلونو راهيسې په يو پوځي زندان کې له کومې محاکمې پرته ساتل کيده .

ادارې په پاى کې دغه دوسيه وغورځوله خو پډيلابيا ملکي عدلي سيسټم ته راوليږدول شو او له دوه تنو نورو سره په هيوادونو لکه افغانستان ، چيچنيا او بوسنيا کې د القاعدې د ريښو دبرخې په توگه د بريدونو پر جوړولو تورن شو.

ښاغلي پډيلا ته دسزا د اورولو پر وخت قاضي وويل دهغه په اصلي پوځي زندان کې د بې رحمانه حالاتو لپاره نوموړې حسابۍ ته بيول شوې وه ،دې په سزاکې د عمري زندان په پرتله روڼ کمښت راوست چې ښايي پډيلا ترلاسه کړى وى.

دوه تنو نورو اضان حسون او کيفا جييا وسي ته د پنځلس او دولس کلونو زندان سزا ورکړل شوه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت