BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:30 گرينويچ 2008 ,13 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پښتون:سوېل کې دښاري پرمختيا چټکه ده

يوسف پښتون
دافغانستان د ښاري پرمختيا وزارت وايي چې د نا امنيو سره سره د هيواد په سوېل کې د ښارجوړونې په برخه کې ډير پرمختگ شوى دى .

وزير انجنير يوسف پښتون خبريالانو ته وويل چې دکندهار او لشکرگاه په ښارونو کې د اوبو رسولو د سيسټم بيا جوړونه او د دکلات په ښار کې د ٢٤ ساعته برښنا او د اوبو رسولو د بهير بيا رغاونه د پام وړ دي.

د ښاري پرمختيا وزير د افغانستان سوېلي ولايتونو ته له يو سفر څخه وروسته دغه څرگندونې وکړې :

دکندهار په ښار کې دلسمې سلنې او د لشکرگاه په ښار کې د١٢ سلنې په کچه د اوبو رسولو د سيسټم بيا جوړونه ددغه وزارت دښو لاسته راوړنو په توگه ياده شوه .

دافغانستان دښاري پرمختيا وزير انجينر محمد يوسف پښتون د زابل په مرکز کلات کې له دې هم د ډير پرمختگ يادونه وکړه .

ده وويل ددې سره سره چې ددغه ښار د وگړو شمير ٢٠ زرو ته رسيږي خو ٣٠ په سلو کې خلک يې د اوبو رسولو له اسانتياوو څخه برخمن دي او ٢٤ ساعته برښنا لري.

ددې ټولو پرمختياوو سره سره د غه وزارت غواړي چې په درې سوېلي ولايتونو کې يو شمير نورې پروژې هم پلې کړي. وزير محمد يوسف پښتون وويل: :

ښاغلي پښتون د کندهار په ښار کې د اوبو رسولو ديوې نوې پروژې د پلي کولو اعلان وکړ چې ١٦ ميليونه امريکايي ډالره لگښت پرې راځيي .

دا پيسې د کاناډا د هيواد له هغې٢٢ ميليونه ډالريزې مرستې څخه ورکول کيږي چې دکندهار له ښار سره يې کړې ده .

همداراز به په دې ښار کې د ١٠ زره کورنيو لپاره يو ښارگوټى جوړ شي چې د نورو په پرتله به ډيرې اسانتياوې ولري.

په دې لړ کې به په لشکر گاه کې د٢٠٠٠ کورنيو لپاره يو ښارگوټى جوړ شي .

دښارجوړونې وزير وويل :دکلات په ښار کې به د ١٠٠٠ کورنيو لپاره ښارگوټى او ٢٥ کيلو مټره سړکونه او د اوبو رسولو د سيسټم پرمختيا په داسې يوې بڼې جوړ شي چې په سيمه کې د يوې بيلگې په توگه په ذهنونو کې پاتې شي.

دغه وزارت هيله ښيي چې دا نوې پروژې به په سيمه کې د ښاري پرمختيا او د بيا رغاونې په ډگر کې د لويو لاسته راوړنو په توگه په ځاى پاتې شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت