BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:17 گرينويچ 2008 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې د روشن پايه سوځول شوې
افغانستان کې د گرځنده تليفون پايه
تر اوسه په افغانستان کې پنځه مخابراتي شرکتونه په کار بوخت دي .
په کندهار کې د روشن په نوم د گرځنده ټيليفونونو د مخابراتي شرکت يوې ستنې ته اور اچول شوى.

د گرځنده ټيليفونو د ستنو د سوځولو لړۍ له هغه وروسته پيل شوه چې طالبانو ورته د شپې لخوا د فعاليتونو د درولو گواښ کړى وو.

په همدې حال کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي چې دا چاره حکومت ته نه بلکې ولسي وگړو ته زيان اړوي.

په کندهار کې د پوليسو يوه چارواکي، چې له نامه اخيستلو يې ډډه کړې، ويلي چې د روشن دغه مخابراتي پايې د کندهار په اوومه برخه کې ويشتل شوې دي .

تر دې وړاندې د کندهار په ځينو ولسواليو کې هم د گرځنده ټيليفونو ستنې سوځول شوې دي.

يوه ورځ وړاندې هم ددغه ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د اريبا مخابراتي شرکت يوه پايه له منځه وړې وه .

بل پلو دوې ورځې مخکې هم د کندهار ولايت د ميوند په ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت درې پايې ويشتل شوې وې .

طالبان وايي د شپې مهال له گرځنده تلېفونونو څخه د طالبانو پرضد امريکايانو ته جاسوسي کېږي .

طالبانو دا خبردارى هم ورکړى که چېرې په افغانستان کې د شپې له خوا مخابراتي شرکتونه خپل فعاليت جاري وساتي، نو دوى به يې نمايندگۍ او پايې تر بريدونولاندې راولي .

تر اوسه په افغانستان کې پنځه مخابراتي شرکتونه په کار بوخت دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
کندهار ښار کې بيا ځانمرگى شوى
19 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت