|
کندهار کې د (( ترهگرو )) د نيولو ادعا شوې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دکندهار والي اسدالله خالدپه د پنجشنبې په ورځ ( د فبروري ٢١ ) بېړنۍ خبري غونډه کې خورا خوشاله ښکارېده او تکراراً يې ويل چې دملي امنيت او پوليسو په مټ يې دکندهار دخونړي ځانمرګي بريد عاملين نيولي دي . د ده په وينا چې ددغې ډلې مشر سيداحمد هم نيول شوى او نوموړي هغه دکندهار دارغنداب ولسوالي اوسېدونکى راوپېژانده . والي وويل چې دنيول شويو کسانو سره يې وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي . نيول شوي کسان خبري رسنيو ته ونه ښودل شول خو والي اسدالله خالد وويل چې هغوى دپېښې پړه منلې ده . ده زياته کړه ښايي دغه نيونې چې له تېري شپې راهيسي شوې ددې سبب وګري چې په کندهار کې امنيت پياوړى کړي . که نيول شوي کسان رښتياهغه ډله وي چې دکندهار ښار په کوکران سيمه کې ديوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ترسلو زيات کسان ووژل او همدومره نور يې ټپيان کړل نو دابه دافغان حکومت لويه لاسته راوړنه وي . ځکه خلک وايي چې تر دامهاله په افغانستان کې دورته لويو پېښو عاملين يا خو نيول شوي نه دي او ياترنيولو وروسته خوشي شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار ښار کې بيا ځانمرگى شوى19 فبروري, 2008 | افغانستان د کندهار سپين بولدک ځانمرگي ٣٥ کسان ووژل18 فبروري, 2008 | افغانستان د کندهارځانمرگى او د نړيوالوغبرگون17 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||