|
کندهار کې بيا چاودنې درې پوليس وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کندهار د ميوند ولسوالۍ په 'گرماوک' سيمه کې ددغه ولايت د والي اسدالله خالد د موټرو پر کاروان د سړک د غاړې بمي چاودنې درې پوليس ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل . د کندهار والي اسدالله خالد نن سهار (فبروري ٢٤) د ميوند ولسوالۍ ته د قومي مشرانو او ددغې ولسوالۍ د اوسېدونکو سره د يوې ناستې په موخه تللى و، چې بېرته د راستنېدو پرمهال له دې ډول پېښې سره مخامخ شو . د کندهار والي اسدالله خالد له پېښې څه شيبه وروسته بي بي سي ته وويل دغه چاودنه د سړک له غاړې د يوه خښ کړاى شوي ماين په له کبله رامنځته شوه، چې پر وينا يې درې امنيتي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي . د نوموړي پرونيا په دغه پېښه کې د پوليسو يو گاډى هم له منځه تللى، خو نورو کسانو ته پکې مرگ ژوبله نه ده اوښتې . ښاغلى خالد وايي دا څرگنده نه ده چې ددغې چاودنې موخه دى و او که څنگه . نوموړى څه موده وړاندې هم د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له دې ډول بريد څخه روغ رمت راووت . په کندهار کې پر له پسې درېيو ځانمرګيو بريدونو او نننۍ چاودنې د دغه ولايت او سېدونکي سخت وېرولي چې له امله يې په بازارونو، لارو او کوڅو کې د پخوا په پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار کې د (( ترهگرو )) د نيولو ادعا شوې21 فبروري, 2008 | افغانستان کندهار ښار کې بيا ځانمرگى شوى19 فبروري, 2008 | افغانستان د کندهار سپين بولدک ځانمرگي ٣٥ کسان ووژل18 فبروري, 2008 | افغانستان د کندهارځانمرگى او د نړيوالوغبرگون17 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||