|
ايساف:له نوي استازي سره به گډ کاروکړو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ددې هيواد لپاره د ملگرو ملتونو د استازي په توگه د نارويجي ډيپلوماټ د گمارلو هرکلى کړى او ويلي يې دي چې دده په راتگ سره به په هيواد کې دبيلابيلو غاړو ترمنځ همکاري ډيره شي. کى ايدي په افغانستان کې له هغې وروسته د ملگرو ملتونو د نوي استازي په توگه وټاکل شو چې افغان ولسمشر حامد کرزي لومړنى غوره شوى برتانوى سياستوال پيډي اش ډان ټاکل رد کړل . په کابل کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يو وياند وويل دوى دېته سترگې په لار دي چې له هغه سره له نوي استازي سره نژدې کار وکړي : حنان حبيبزى له کابله راپور راکوي : د ناټو وياند مارک ليتي په کابل کې خبريالانو ته وويل : دوى دېته سترگې په لار دي چې دملگرو ملتونو د استازي په توگه له نوي نارويجي ډيپلوماټ سره نژدې کار وکړي . ده هيله وښوده چې دښاغلي کى ايدي له شتوالي سره به ټول ددې وس پيدا کړي چې مخ په وړاندې ولاړ شي . ((موږ ډير خوشاله يو چې دغسې يو سړى دلته ولرو ،اودلته راتلونکى دى ، دايوه حياتي دنده ده .ناټو به له هغه سره له نژدې همکاري ولري اوله ښاغلي ايدى سره به گډه کار وکړو . ټوله نړيواله ټولنه هڅه کوي چې دلته په گډ هومره کار وکړي څومره چې يې کولى شي ځکه يوازې له گډ کار سره موږ کولى شو چې خپلې مرستې چټکې کړو . موږ فکر کوو چې دده له راتگ سره به همکاري نوره هم ډيره شي ځکه چې د ملگرو ملتونو له پخواني استازي څخه وروسته تاسو يو مشرتابه ته اړتيا لرئ.)) ناټو په افغانستان کې د نژدې ٤٠ هيوادونو د سرتيرو مشري په غاړه لري چې د سوله ساتو ځواکونو په توگه دنده ترسره کوي. دا ځواکونه په دې جگړه ځپلي هيواد کې د طالبانو په وړاندې جگړه او د هغوى په ماتولو او دافغانستان د بيارغاونې د چارو لپاره مهمه ونډه ترسره کوي . دبيارغاونې کارونه په افغانستان کې دسولې ټينگښت ته اړتيا لري ، هغه څه چې نورې مرستندويه نادولتي او دولتي ټولنې يې دبيا جوړولو د بهير د پرمختگ لپاره اړين بولي . افغان حکومت هم د ملگروملتونو د نوي استازي په توگه د نارويجي ډيپلوماټ د گمارنې هرکلى کړى دى. اوافغان ولسمشر حامد کرزى د لا زياتو نړيوالو همکاريو غوښتنه لري او تمه کوي چې د نارويجي ډيپلومات په راتلو سره به دا لاپسې ډيرې شي. | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمندکې يو ډنمارکى سرتېرى ووژل شو25 فبروري, 2008 | افغانستان ايسا: صنعتي پانگونه ټيټه شوې 27 فبروري, 2008 | افغانستان هلمند کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي28 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندوال: ترهگرۍ پر ضدمبارزه دې همغږې شي28 فبروري, 2008 | افغانستان د خوست صبريو ولسوالۍ انگړکې ځانمرگى شوى 03 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||