BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:09 گرينويچ 2008 ,25 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمندکې يو ډنمارکى سرتېرى ووژل شو
ايساف
په تېر ٢٠٠٧ ز کال کې د افغانستان په يوشمېر سيمو کې د بهرنيو ځواکونو شاوخوا ٢٤٠ سرتېري وژل شوي وو.
په هلمندولايت كې دمېشتو برتانوي ځواكونو يو تن وياند سايمن مېلر په دغه ولايت كې ديوه ډنماركي سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ .

دغه وياند د سرتېري د وژل كېدو دسيمې په اړه څه ونه ويل .

دډنمارك ددفاع وزارت ويلي چې يوسرتېرى يې تېره شپه په هلمندولايت كې وژل شوى دى .

ډنمارك په افغانستان كې ترپنځه سوه زيات سرتېري لري چې ډېرشمېر يې په سويل كې له برتانوي ځواكونو سره دنده ترسره كوي .

د هلمند د كجكي ولسوالۍ ځايي خلك نن هم په خپلو ولسوالۍ كې د جګړو او ناراميو خبره كوي .

بل پلو د ډنمارک د دفاع له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ديوه ډنماركي سرتېري د وژل كېدو پخلى شوى دى .

ددفاع وزارت ويلي چي سرتېرى يې د هلمند په ولايت كې د تمرين پرمهال وژل شوى دى .

په خبرپاڼه كې دسرتېري پر وژنه خواشيني ښودل شوې، خو دا چې دغه سرتېرى څه ډول وژل شوى، په اړه يې معلومات نه دي وركړل شوي .

د يادونې وړ ده چې له ٢٠٠٢ کال راهيسته په افغانستان کې د ډنمارکي وژل شوو سرتېرو شمېره تر ١٠ کسانو اوړي .

ډنمارک په افغانستان کې ٥٠٠ سرتېري لري
 ډنمارك په افغانستان كې څه باندې ٥٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په سويل هلمندولايت كې د برتانوي پوځيانو تر قومندانۍ لاندې دنده ترسره كوي .

هلمند د افغانستان په سويل كې پروت هغه ولايت دي، چې يوه ورځ يې هم بې له كومې ناامنې پېښې نه ده تېره شوې .

ددغه ولايت دكجكي ولسوالۍ ځايي خلك نن هم په خپله سيمه كې د وسله والو طالبانو افغان اوناټو ځواكونو ترمنځ دجګړې خبره كوي .

ځايي خلك وايي چې د ولسوالۍ دځينو سيمو خلك له سختو ستونزو سره مخامخ شوي .

كه څه هم يوشمېرځايي خلك په دغو درې ورځنيو نښتو كې د ولسي وګړو د وژل كېدو ادعا هم كوي، خو دغه ادعا تراوسه دخپلواكو سرچينو لخوا نه ده تاييدشوې .

په هلمندولايت كې د ايساف ځواكونه ددغو پوځي عملياتوپه جزياتو ځانونه ناخبره ښيي او وايي چې دغه عمليات په كندهاركې د ناټو مېشت سرتېري ترسره كوي نوځكه يې دوى په اړه ډېرمعلومات نلري .

تېره ورځ دافغانستان ددفاع وزارت ويلي وو، چې د نوي لمريز كال له رارسېدو سره به په هلمندولايت كې د طالبانو پروړاندې پوځي عمليات پيلوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت