|
هلمندکې طالبانوڅلور بار وړونكي گاډي سوځولي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل هلمندولايت كې مېشت برتانوي ځواكونه وايي وسله والو طالبانو د ولسي وګړو څلور بار وړونكي گاډي سوځولي او يو چلوونكى يې وژلى دى . وسله وال طالبان وايي چې په دغه گاډوکې سنګين ولسوالۍ ته د ناټوځواكونو لپاره خوراكي توكي وړل كېدل، خوناټو وايي په دې گاډو كې بارتوكي ددوى نه بلكې د ولسي وګړو وو . د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې سخته جگړې بل پلو ددغه ولايت په كجكي ولسوالۍ كې ځايي خلك وايي چې له تېرو دوو ورځو راپه دېخوا سختې جګړې روانې دي . ځايي خلك پكې د ولسي وګړو د وژل كېدو خبره هم كوي، خو چارواكي يې په اړه څه نه وايي . د ناټوځواكونو يوتن وياند سايمن مېلر بي بي سي ته وويل چې پردغه موټرونو باندې پنځو تنو موټرسايكل سپرو وسله والو بريد وكړ . وسله وال طالبان وايي چې موټرونه ددوى لخوا سوځول شوي دي اوادعاكوي چې په دغو گاډو كې بار توكي په سنګين ولسوالۍ كې بهرنيو ځواكونو ته وړل كېدل . خو ناټو وايي چې په دغو گاډو كې بارخوراكي توكي د ولسي وګړو ول او په دوى پورې يې هېڅ اړه نه لرله . له دې ووړاندې هم په سنګين او ګرشک ولسواليو کې بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي وړونکي زيات شمېر موټر سوځول شوي دي . بل پلو د هلمند د كجكي ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې تېرې دوې ورځې يې د ولسوالۍ ډېرې برخې د سختو جګړو او نښتو شاهدې دي . ولسي خلك ادعاكوي چې په دغو جګړوكې ډېر زيان ولسي وګړو ته اوښتى دى . ناټوځواكونه كه څه هم تېرې دوې ورځې ددغو عملياتو په اړه له خبريالانو سره غږېدل، خواوس هېڅ نه وايي . وسله وال طالبان مني چې په كجكي ولسوالۍ كې تېرې دوې ورځې له نړيوالو ځواكونو سره په جګړه كې ښكېل ول . وسه وال طالبان په دغه جګړه كې نړيوالوځواكونو ته ددرنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم كوي . چاودنه په لوېديځ ولايت هرات كې بيا د يوې چاودنې له امله درې تنه پوليس ټپيان شويدي . دغه چاودنه چې دپوليسو په يوه پوسته كې رامنځته شوې لامل يې څرګند نه دى . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندکې وسله والوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې23 فبروري, 2008 | افغانستان هلمند:چاودني دوه ملکي وگړي ووژل14 فبروري, 2008 | افغانستان چارواکي:په موسى کلا کې جگړه شوې ده09 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||