BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:22 گرينويچ 2008 ,14 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند:چاودني دوه ملکي وگړي ووژل

هلمند
ډيرى وايي چې كه حكومت اوقومي مشران ددغه حالت مخنيوى ونه كړي نوپه راتلونكي كې به په دغو سيمو كې هيڅ لوستى كس ونه موندل شي .
دهلمندولايت په ګرشك ولسوالۍ كې دواټ دغاړې دماين په يوه چاودنه كې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وايي دګرشك ولسوالۍ د نورزيو په كلي كې هغه مهال دوه تنه ولسي وګړي ووژل شول چې دسپرلۍ ګاډى يي دواټ دغاړې پريوه ښخ شوي ماين ور برابرشو .
امنيه قوماندان وايي چې وژل شوي كسان دګرشك ولسوالۍ اوسيدونكي ؤ .
چارواكي وايي چې دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا ښخ شوى اوادعاكوي چې هغوي په لوي لاس ولسي وګړي په نښه كوي .خوداهغه ادعاده چې طالبان يي نه مني .
تيره اونۍ هم په ګرشك ولسوالۍ كې دواټ دغاړې دماين يوې چاودني پنځه تنه ولسي وګړي وژلي وه .
د روانو ناامنيو په لړ كې دهلمندپه ګاونډ دكندهارولايت په ډنډ ولسوالۍ كې دنامالومو وسله والو له خوا ديوه ښونځي دسوځولو خبروركړل شويدى .
دافغانستان دكورنيو چارو دوزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې په دغه ښونځي كې څلورسوه زدكونكو زدكړې كولې .
دكورنيو چارو دوزارت خبرپاڼې دغه كار دسولې اوپرمختګ ددښمنانو کار بللى دى.
چارواكي وايي چي په تيرو دو ه كلونو كې دافغانستان په بيلابيلو برخو كې شاوخوا سل ښونځي سوځول شويدي .
ډيرى يې دافغانستان په سويلي ولايتونو كې دي .
ولسمشرحامدكرزي څو ورځې وړاندې په يوه غونډه كې ويلي وه چې درې كاله وړاندې سل زره زدكونكي ښونځي ته نه تلل اودوه كاله وړاندې دوه سوه زره او اوس درې سوه زره كوچنيان ښونځي ته نه ځي .
ډيرى وايي چې كه حكومت اوقومي مشران ددغه حالت مخنيوى ونه كړي نوپه راتلونكي كې به په دغو سيمو كې هيڅ لوستى كس ونه موندل شي .
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت