BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:56 گرينويچ 2007 ,09 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي: په موسى کلا کې طالبان پرشا شوي

طالبان په موسى کلا کې
موسى کلا له تېرو لسو مياشتو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده
د افغانستان د دفاع وزارت وايي افغان او حکومتي ځواکونو د موسى کلا مرکز ته دوه کيلومتره ورنژدې شوي دي.

دا پرمختگ د هغو پوځي عملياتو په ترڅ کې شوى چې د هلمند ولايت د دغې نارامې ولسوالۍ د بيانيولو لپاره پنځه ورځې وړاندې پيل شوي دي.

په کابل کې د دفاع وزارت يوه خبرپاڼه وايي بهرني او افغان ځواکونه د پرمختگ په حال کې دي او اوس د موسى کلا ښار ته ورنژدې شوي.

په هلمند کې د پوليسو مشر محمد حسين انډيوال هم وايي چې طالبانو خپلې لومړۍ ليکې تېره شپه له سختو بمباريو وروسته پر شا کړې او له مرکز څخه د دفاع لپاره يې ښار ته نژدې نوې جگړه ييزه کرښه جوړه کړې.

له سيمې څخه باوري ځايي سرچينې وايي تر ٤٠ ولسي خلک په جگړه کې وژل شوي. خو، افغان چارواکي دا خبر نه مني.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوى قومندان ډان مکنيل
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوى قومندان جنرال ډان مکنيل يوازې دومره وويل چې عمليات له پلان سره سم پر مخ روان دي

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوى قومندان جنرال ډان مکنيل يوازې دومره وويل چې عمليات له پلان سره سم پر مخ روان دي.

د طالبانو يوۀ وياند ويلي چې د دوى موخه دا نه ده چې موسى کلا که په هره بيه کېږي وساتي، بلکې وايي غواړي مخکې له دې چې له ولسوالۍ څخه ووځي بهرنيو ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله ور واړوي.

په همدې مهال د ناټو يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي شوى دى.

د طالبانو سرچينو ويلي په بمباريو کې ولسي خلک وژل شوي. ځايي. خو نړيوال ځواکونه يوازې د دوو ماشومانو، دوولسو وسله والو طالبانو او يوۀ ناټو سرتېري د وژل کېدو پخلى کړى. تېره و رځ د برتانيې د دفاع وزارت تاييد کړه چې يو سرتېرى يې د موسى کلا په جگړه کې وژل شوى او بل ټپي شوى دى.

په يوه وروستۍ خبرپاڼه کې ناټو ځواکونو د خپل يوۀ بل سرتېري د وژل کېدلو او د يوۀ د ټپي کېدلو خبر هم ورکړى. خبرپاڼه وايي سرتېرو ته يې مرگ ژوبله هغه مهال ور واوښته چې گاډى يې د سړک د غاړې پر بم وخوت.

په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو ټپي شوى ماشوم (پخوانى عکس)
باوري ځايي سرچينو بي بي سي ته وويل تر ٤٠ پورې ولسي خلک د موسى کلا په جگړه کې وژل شوي

په هلمند کې ځايي چارواکي وايي په تازه نښتو کې بيا هم ولسي خلکو ته مرگ ژوبله ور اوښتي، خو دقيقه شمېره يې نه ښيي. د وسله والو طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي وويل د دوى يوازې څلور ملگري په جگړو کې وژل شوي، او په بدل کې يې گواکې گڼ شمېر افغان او بهرني سرتېري وژلي.

تر اوسه د دغو ادعاوو خپلواک پخلى نه دى شوى.

داسې ښکاري چې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا دغه پوځي عمليات اوس پرېکنده پړاو ته ننوځي.

افغان چارواکي وايي د عملياتو موخه دا ده چې نه يوازې دغه نارامه ولسوالۍ د طالبانو له ولکې وباسي، بلکې د وسله والو لپاره د بل ځل لپاره د دې شونتيا له منځه يوسي چې بيا دغه سيمه ونيسي.

په عين حال کې د برتانيې د دفاع وزير، ډيس براون، هم هلمند ولايت ته په سفر تللى. په هلمند کې ډېرى مېشت سرتېري د برتانيې دي او ويل کېږي چې د موسى کلا په روانو عملياتو کې هم دوى تر نورو زيات ښکېل دي.

موسى کلا لس مياشتې مخکې وروسته له هغۀ وسله والو طالبانو ونيوله چې د دوى او برتانوي سرتېرو تر منځ پنځه مياشتنى اوربند مات شو. طالبانو قومي مشران چې د اوربند پر مهال د ولسوالۍ د چارو د پرمخ بيولو لپاره ټاکل شوي وو وشړل او واگې يې په خپل لاس کې واخيستې.

موسى کلا په وروستيو کې د رسنيو لخوا تل د طالبانو د بياراڅرگندېدو د خبرداريو په سر کې يادېده. موسى کلا يوازېنۍ ولسوالۍ نه ده چې په سويل کې د طالبانو په ولکه کې ده، بلکې افغان چارواکو خپله منلې چې څو نورې ولسوالۍ هم په سويل کې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت