BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:52 گرينويچ 2007 ,05 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د موسى کلا د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شول'
موسى کلا
موسى کلا لس مياشتې مخکې وروسته له هغۀ وسله والو طالبانو ونيوله چې د دوى او برتانوي سرتېرو تر منځ پنځه مياشتنى اوربند مات شو
د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې چارواکي وايي بهرنيو او افغان ځواکونو د طالبانو لخوا د نيول شوې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

موسى کلا لس مياشتې مخکې وروسته له هغۀ وسله والو طالبانو ونيوله چې د دوى او برتانوي سرتېرو تر منځ پنځه مياشتنى اوربند مات شو. طالبانو قومي مشران چې د اوربند پر مهال د ولسوالۍ د چارو د پرمخ بيولو لپاره ټاکل شوي وو وشړل او واگې يې په خپل لاس کې واخيستې.

د هلمند والي اسد الله وفا بي بي سي ته وويل د ناټو او افغان ځواکونو لخوا گډ پوځي عمليات د چهار شنبې پر سهار پيل شول او موخه يې د حکومت ولکې ته د دغې ولسوالۍ بېرته ورگرځول دي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي په داسې کومو عملياتو کې دوى د خپلې ونډې په اړه څه نه شي ويلى.

له څو ورځو راهيسې اوازې وې چې بهرني ځواکونه په موسى کلا کې عمليات پيلوي او ورسره جوخت ځايي اوسېدونکو د سيمې پر پرېښودلو پيل کړى. په هلمند کې د بي بي سي خبريال عبد الصمد روحاني وايي په سلگونو کورنۍ هڅه کوي چې له سيمې څخه پښې سپکې کړي. ډېرى خلک د ولسوالۍ د مرکز له شاوخوا کليو څخه مخ په دښتو يا ښارونو روان شوي دي.

سيمه ييز اوسېدونکي وايي بهرنيو ټانکونه د ولسوالۍ تر شاوخوا راتاو شوي دي، خو جگړه لا نه ده پيل شوې.

تېر کال د برتانوي پوځيانو او وسله والو طالبانو تر منځ اوربند او بيا وروسته د طالبانو لخوا د ولسوالۍ نيول کېدلو د ناټو ځواکونو سخت تر نيوکو لاندې راوستل. پر دغې ولسوالۍ جوړجاړى هلته له تر ټولو سختو جگړو او د دوو لوريو تر منځ له مخامخ نښتو وروسته وشو.

موسى کلا په وروستيو کې د رسنيو لخوا تل د طالبانو د بياراڅرگندېدو د خبرداريو په سر کې يادېده. موسى کلا يوازېنۍ ولسوالۍ نه ده چې په سويل کې د طالبانو په ولکه کې ده، بلکې افغان چارواکو خپله منلې چې څو وسله وال طالبان په ولسواليو کې واکمن دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت