BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:33 گرينويچ 2007 ,07 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په دريمه ورځ هم موسى کلا کې عملېات روان دي

برتانوي سرتيري
په موسى كلا كې دافغان اونړيوالو ځواكونو ګډ پوځي عمليات اوس يوه داسي معما ده چې په تعبيريي هيڅوك نه پوهيږي .
د هلمند والي پر هغو طالبانو د وسلې د کيښودو غږ کړى چې د موسى کلا په ولسوالۍ کې دده په وينا له افغان او نړيوالو ځواکونو سره جنگيږي .

والي اسدالله وفا وويل چې په دغو ولسوالۍ کې ددريمې ورځې لپاره عمليات روان دي خو د پرمختگ په اړه يې هيڅ ونه ويل .

په هلمند کې دناټو يو وياند خبري ايجنسيو سره په خبرو کې ددې پخلى کړى چې د موسى کلا په ولسوالۍ جگړه روانه ده .

ځايي خلک وايي چې په سيمه كې جګړه نشته اونړيوالو ځواكونه دموسى كلا په څنډو كې ولاړ دي .

په موسى كلا كې دافغان اونړيوالو ځواكونو ګډ پوځي عمليات اوس يوه داسي معما ده چې په تعبيريي هيڅوك نه پوهيږي .

ځايي حكومتي چارواكي ټينګاركوي چې عمليات روان دي خودعملياتو دپرمختګ په اړه جزيات نه وركوي .

په هلمندكې دميشتو برتانوي ځواكونو يو وياند ريچارد ايټون هم په موسى كلاكې دعملياتو پخلى كړي .

له دې وړاندي دناټو ځواكونويوه وياند ويلي وه چې دوي په عملياتو كې برخه نلري .
عيني شاهدان بياوايي چې په موسى كې هيڅ عمليات نشته اوافغان اونړيوال ځواكونه د پخوا په څيردولسوالۍ پرڅنډو ولاړ دي .

ځايي خلک يوازې دولسي وګړو دبېځايه كيدو خبره كوي اوله حكومت څخه غوښتنه لري چې يادې ژر عمليات وكړي اوكه يي نه كوي نوولسي وګړو ته دې ووايي ترڅو هغوي بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي .

دموسى كلا يواوسيدونكى وايي چې ځايي خلك شپې پر دښتونو سباكوي اودورځي خپلو كورنوته ستنيږي .

دهلمندوالي اسدالله وفا په موسى كلا دروانو عملياتو دتايدترڅنګ پروسله والو طالبانوغږ وكړ چې بې جګړې دې خپلې وسلې پرمځكه كيږدي .

هغه وويل چې حكومت دتسليم شوو طالبانو دخونديتوب تضمين كوي .

خووسله وال طالبان وايي چې سر وركوي خوموسى كلا نه .دطالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي وويل چې دوى په موسى كلا كې دهرډول عملياتو مخنيوي ته چمتودي .

دغه ولسوالۍ دهلمندپه شمال كې پرته ده اوله تيرو لسومياشتو څخه يي واك دوسله والو طالبانو سره دى .

دموسى كلا ترڅنګ دهلمنددرې نورې ولسوالۍ باغران ، ديشو اوخانشين هم دوسله والو طالبانو په لاس کې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت