|
وفا: د موسى کلا د بيانيولو جگړ ه روانه ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې افغان چارواکي وايي د موسى کلا ولسوالۍ د بيانيولو د پوځي عملياتو په ترڅ کې جگړه د دويمې ورځې لپاره هم روانه ده. دهلمند والي اسدالله وفا وويل افغان او بهرني ځواکونه دواړه په دې عملياتو کې برخه اخلي، خو د پرمختگ په اړه يې څه ونه ويل. ښاغلي وفا بي بي سي ته يوازې همدومره وويل چې عمليات روان دي، خوداچې د تيري ورځې راهيسې يې لاسته راوړنې څه دي په اړه يي معلومات ورنه كړل . خو ځايي اوسېدونکي وايي چې افغان اونړيوال سرتيري له څو ورځو راهيسې د موسى كلا په څنډو كې گزمې کوي اوكوم پرمختګ يې نه دى كړى. ځايي خلک ددې ترڅنګ تيره شپه دموسى كلا د مظهراباد په سيمه كې د وسله والو طالبانو اونړيوالو ځواكونو ترمنځ يوازې ديوساعته جګړې خبره هم كوي . دموسى كلا ډيرى اوسيدونكي وايي چې ځايي خلک له جگړې څخه د ځاني خونديتوب په هيله له كورنو څخه دښتو ته وتلي دي . وسله وال طالبان ادعا كوي چې په موسى کلاكې جګړه دځايي خلکو دژونددګواښولو په مانا ده. د طالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي چې له بي بي سي سره دټيليفون پركرښه غږېدۀ ادعا وكړه چې طالبان به په موسى كلا كې دهرډول عملياتو مخه نيسي . خوافغان ځايي چارواكې وايي چې ځايي قومي مشرانو له دوى دعملياتو د ترسره کيدو غوښتنه كړې ده. دغه ولسوالۍ دهلمندپه شمال كې پرته ده اوله تيرو لسو مياشتو څخه يي واك له وسله والو طالبانو سره دى . د يادوني وړده چې دموسى كلا ترڅنګ درې نورې ولسوالۍ باغران ، خانشين او ديشو هم دوسله والو طالبانو په ولكه كې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'د موسى کلا د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شول'05 دسمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||