|
وفا: بهرني ځواکونه موسى کلاته ورنژدې شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د موسى كلاپه ولسوالۍ كې نن (شنبه) په څلورمه ورځ هم دافغان اوناټو ځواكونو ګډ پوځي عمليات روان دي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له ولکې څخه وباسي. دهلمندوالي اسدالله وفا وايي چې په وروستيو کې افغان اونړيوالو ځواكونو د جگړې په ډگر کې پرمختګ كړى دى. هغۀ افغان طالبانوته بلنه وركړه چې که خپلې وسلې پر ځمكه كېږدي د حکومت لخوا به وبښل شي. وسله وال طالبان ټينګاركوي چې په روانه جګړه كې يې نړيوالو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده. والي اسد الله وفا بي بي سي ته وويل بهرني سرتيري دولسوالۍ مركز ته ورنژدې شوي او جګړه روانه ده . نوموړي يوځل بيا پروسله والو طالبانو غږ وكړ چې له جګړې پرته دې خپلي وسلې كيږدي اوخپل وطن دې نه خرابوي . دۀ په جگړه کې ښکېلو لوريو ته د ممکنو مرگ ژوبلو په اړه څۀ ونه ويل. بل پلو له سيمې څخه په رارسيدلو خبرونو كې دشپږو تنو ولسي وګړو دوژل كيدو ادعاشوې ده. ځايي خلک وايي چې ولسي وګړوته دغه زيان دتيرې شپې په عملياتو كې ور اوښتى دى . خوافغان چارواكي په جګړه كې دولسي وګړو دتلفاتو په اړه څه نه وايي . وسله وال طالبان ادعاكوي چې په روانه جګړه كې يې دنړيوالو ځواكونو دوه ګادي ويجاړ كړي اوپكې سپاره سرتيري يي وژلي دي . وسله وال طالبان وايي چې تراوسه ددوى لورې ته كوم زيان نه دى اوښتى . موسى كلا ته نژدې په سنګين ولسوالۍ كې دچارواكو په وينا وسله والو طالبانو يو ١٢كلن هلك په دارځړولي . كه څه هم وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وويل چې دغه تنكى هلك وسله والو طالبانو افغان اونړيوالو ځواكونوته دجاسوسۍ په تور په يوې اوونۍ پوري ځوړند كړى دى . هغه وويل چې دغه هلك له حكومت اونړيوالو ځواكونو سره هيڅ اړيكي نه لرل. | ورسره تړلي نور خبرونه وفا: بهرني ځواکونه موسى کلاته ورنژدې شوي08 دسمبر, 2007 | افغانستان وفا: د موسى کلا د بيانيولو جگړ ه روانه ده06 دسمبر, 2007 | افغانستان 'د موسى کلا د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شول'05 دسمبر, 2007 | افغانستان په دريمه ورځ هم موسى کلا کې عملېات روان دي07 دسمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||