BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:09 گرينويچ 2008 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي:په موسى کلا کې جگړه شوې ده

طالبان
ځاى خلک وايي چې د عسکر خان په نامه د يو قومي مشر سربيره پنځه تنه نور چې د ملکي خلکو گومان پرې کيږي د کجکي په ولسوالۍ کې د طالب ياغيانو د ملاتړ په شک وژل شوي دي خو چارواکو لا ددې پخلى نه دى کړى
دناټو ځواکونه وايي چې ٩تنه طالب سرتيري يې دموسى كلا په ولسوالۍ كې دهوايي عملياتو په لړ کې وژلي دي .

ددغو ځواکونو يو وياندهمداراز وويل چې په کجکي کې طالبانو ته داوښتو تلفاتو په اړه مالومات نه لري .

خودهلمند ولايت دكجكي ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې دناټوځواكونو دولسوالۍ دلوړې نيچې په سيمه كې پريوكور يرغل وروړى او شپږتنه يي وژلي اودوه تنه يي له ځان سره بيولي دي .

دكجكي ولسوالۍ ځايي خلكو بي بي سي ته وويل چې ناټوځواكونو دغه يرغل ديوه قومي مشر حاجي عسكر خان پركور باندي ور وړى .

يوځايي اوسيدونكي بي بي سي ته وويل چې ديرغل په پايله كې حاجي عسكرخان دخپلي كورنۍ له پنځوتنو غړو سره وژل شوى دى اودهغه يوزوى له يوه بل تن سره ځواكونو بيولي دي .

ځايي خلك وايي چې دوسله والو طالبانويو سمه ييز قومندان ملاسعدالله هم په دغه سيمه كې ؤ او وژل شوي دى .

خووسله والو طالبانو ټول وژل شوي خپل ملګري نه بلكي ملكي وګړي بللي دي .

دكجكي ولسوالۍ له ښکته كجكي سيمې څخه هم په رارسيدلي يوه خبركې ديو ولسي وګړي دوژل كيدو خبر وركړل شوى دى .

د هلمندپه ولايت كې دبرتانوي ځواكونو يوه وياند سايمن ملير بي بي سي ته وويل ٩ تنه طالب جنگيالي يې دموسى كلا ولسوالۍ په مسلمانې سيمه كې وژلي دي .

دغه ټولې هغه ادعاوې دي چې دناټو دځواكونو وياند يي په كلكه ردوي .

دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال ددغوعملياتو په اړه ناخبري وښودله .

كجكى اوموسى كلا دهلمندپه شمال كې پرتې ولسوالۍ دي .

كه څه هم دموسى كلا ولسوالۍ دوه مياشتې وړاندې د افغان اونړيوالو ځواكونو لاسته ولويدله خوداسې ويل كيږي چې دكجكي ولسوالۍ ډيرې سيمې لاد طالبانو په ولكه كې دي .

دموسى كلا ولسوالۍ دځينو ليرو پرتو سيمو خلكو لا له وړاندې بي بي سي ته ويلي وه چې په په کليو کې يې وسله وال طالبان فعاله دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى
07 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت