|
هلمندوال: بهرني ځواکونه بېگناه خلک وژني | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د سويلي ولايت هلمندځايي اوسيدونكو بهرني ځواكونه د بېګنا خلكو په وژلو اوكړولو تورن كړي . د هلمنداوسېدونكي وايي چې په دې ورستيو كې نړيوال سرتېري د شپې مهال دخلكو پركورونو يرغلونه ور وړي اوخلك د طالبانو په تور نيسي يايې وژني. كه څه هم ځايي خلك دغه كار د ناسمو معلوماتو بنسټ بولي، خو په هلمندولايت كې مېشت برتانوي ځواكونه وايي چې دغه كار ددقيقو معلوماتو له مخې كوي . د رپوټونو له مخې د هلمند په مركز او ولسواليوكې په تېرو دوو اوونيو كې د بهرنيو ځواكونو په دې شان عملياتو کې لس كسان وژل شوي او تر ٣٠ نور يي له ځان سره بېولي دي . د بهرنيو ځواكونو لخوا لومړى يرغل څه موده وړاندې د هلمند په مركز لښكرګاه كې پريوه كور وروړل شوى چې په پايله كې يي يوتن وژلى و . كه څه هم ناټوځواكونو وژل شوى سړى د وسله والو طالبانو ملګرى وبالۀ، خو د وژل شوي کس خپلوانو وويل چې ددوى سړى له هېڅ ورانكارې ډلې سره اړيكه نه لرله . د وژل شوي کس عبدالغفار ورور حاجي نوراحمد بي بي سي ته وويل چې ورور يې مخكې له دې چې پوښتنه ورڅخه وشي، ووژل شو.
يو ديني عالم مولوي محمدحنيف وايي چې نړيوال سرتېري چې كله يوڅوك نيسي بايد پوښتنه اوګروېږنه ورڅخه وكړي چې معلوم شي هغه جرم لري كه نه . دى وايي:'' كه بهرني ځواكونو غواړي چې څوك ونيسي، ودې يې نيسي، پوښتنه دې ورڅخه وكړي او بيا چې قانون هرڅه ويل سزا دې وركړي، خو دغسي خپل سرانه كارونه دې نه كوي چې بېګناه كسان وژني كه دغه حالت نور دوام وكړي ښايي دحكومت په مخالفينو كې ډېروالى راشي .'' د هلمند د كجكي ولسوالۍ ځايي خلك هم ورته شكايت لري ددې سيمې ځايي خلك وايي چې د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو كې يې په تېره يوه اوونۍ كې بهرنيوځواكونو پرڅلور كورونو يرغل ور وړى ، نهه کسان يې وژلي او ترشلو پورې نور يې له ځانه سره بېولي دي . ددغې ولسوالۍ يو اوسېدونكي نصيراحمد وايي:'' موږ ته دې دولت لار راوښيي، چې څه وكړو، خپله سيمه پرېږدو كه پاتې شو، كه پاته شو نودغه حالت دمنلو وړ نه دى موږ له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ يو .'' د هلمند ولايت ډېرى ځايي اوسېدونكي په دې اند دي چې نړيوال سرتېري دغه عمليات د ناسمو معلوماتو پربنسټ ترسره كوي . خو په هلمندولايت كې د ايساف ځواكونو وياند سايمن مېلر دغه خبره نه مني . هغه ددوى په دغسې عملياتو كې ديوه وژل شوي تن عبدالغفار مثال وركوي اووايي چې كه څه هم عبدالغفار خلك بېګناه بولي خوهسې نه ده، بلكې هغه دنشه يي توكو چاق وړونكى و او له مخالفينو سره يي لاس درلود .
ځينې حكومتي چارواكي چې له خپل نوم ښودلو ډډه کوي هم د نړيوالو ځواكونو دغسې عمليات ناسم بولي او وايي چې بايد دغه كار له حكومت سره په مشوره ترسره شي . يوه لوړ پوړي حكومتي چارواكي وويل ښه به وي چې نړيوال سرتېري په دغسې عملياتو كې افغان سرتېري هم له ځان سره ملګري كړي خودوى هغسې نه كوي . په هرحال، ډېرى خلك غوښتنه كوي چې بايد نړيوال سرتېري پرخپل سرد خلكو كورونو ته ورنه شي او په دغسې پارونكو عملياتو كې د سيمې د مشرانو له مشورې سره سم كار وكړي . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندکې طالبانوڅلور بار وړونكي گاډي سوځولي24 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندکې وسله والوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې23 فبروري, 2008 | افغانستان موسى کلاوال: موسى کلا دې په ولايت بدله شي16 فبروري, 2008 | افغانستان چارواکي:په موسى کلا کې جگړه شوې ده09 فبروري, 2008 | افغانستان د گرشک بمي چاودنې پنځه ولسي وگړي وژلي05 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندوال: بهرنيو ځواکونو يو بې گناه سړى وواژۀ04 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||