|
موسى کلاوال: موسى کلا دې په ولايت بدله شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويلي ولايت هلمند د موسى كلا ولسوالۍ قومي مشران له مركزي حكومت څخه غوښتنه لري چې بايد دغه ولسوالي په ولايت واړوي. قومي مشران وايي چې د ولسوالۍ اوسنى تشكيل نشي كولاي چې دخلكو ستونزې حل كړي . ځايي خلك وايي چې د موسى كلا په ولايت كولو سره د هلمند په شمالي ولسواليو كې امنيت راتلاى شي. د هلمندوالي اسدالله وفا وايي چې موسى كلا دافغانستان تر يوشمېرولايتونو څو برابره غټه ده بايد حكومت يي په ولايت واړوي. دغه ولسوالي دوې مياشتې وړاندې افغان او بهرنيو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله. د موسى كلا ولسوالۍ قومي مشران وايي چې كه ولسوالي ولايت شي نودغه كار به په ګاونډيو سنګين، نوزاد، باغران اوګرشك ولسواليو كې هم دامنيت په ټينګولو كې مرسته وكړي . ددغه ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي محمدسليم وايي چې د موسى كلا نفوس تر يوشمېر هغو ولسواليو دوه برابره ډېردى چې درې كاله وړاندې د مركزي حكومت لخوا ولايتونه شوي دي . دى وايي:'' يوازې موسى كلا اوباغران ولسوالۍ ٢٢٠ كيلومټره مساحت لري ، دغه اوسني حالات هم ددغه غوښتونكي دى چې بايد موسى كلا ولايت شي.'' د موسى كلا يوبل قومي مشر حاجي عبدالرحمن بيا د موسى كلا د ولايت كولو ګټه په دې كې ويني چې هلته به د خلكو لپاره د زدكړې زمينه برابره شي دده پر وينا كله چې د يوې سيمې خلك لوستي كيږي هلته امنيت ټينګيږي. دى وايي:'' د موسى كلا ولسوالۍ د ولايت كولو ګټه به دا وي چې هلته به خلكوته پوهنتون، دارالمعلمين او ښوونځي جوړشي كله چې خلك لوستي شي ناامنۍ په خپله له منځه ځي.''
د هلمندولايت پخوانى والي او د مشرانو جرګې اوسنى غړي حاجي شيرمحمداخندزاده كه څه هم د موسى كلا د ولايت كيدو ملاتړى دى خووايي چې دغه كار خاصو شرايطو ته اړتيا لري . دى وايي:'' موسى كلا د ولايت کولو ملاتړى يم او بايد دغه كار وشي، خودغه كار زما په نظرخاصو شرايطوته اړتيا لري.'' د هلمند ولايت والي اسدالله وفا وايي چې په افغانستان كې داسې ولايتونه هم شته چې د موسى كلا نيمايي نفوس هم نه لري نوځكه بايد موسى كلا ولايت شي. دى وايي:'' دايكنډى، وردګ اوځينو نور ولايتونه ترموسى كلا ډېركوچني دي خو هغه ولايتونه شوي دي زه هم ددې ملاتړى يم چې بايد موسى كلاولسوالي په ولايت بدله شي.'' لكه څنګه چې د هلمندوالي اسدالله وفا هم د موسى كلا د ولايت كېدو غوښتنه كوي ددغه ولسوالۍ ډېرى ځايي اوسيدونكو په وار وار له بي بي سي سره په خبرو كې ويلي چې كه ولسوالي يي ولايت نشي نو نه يوازې چې په موسى كلا كې به امنيت رانشي بلكې په ځينو نورو ولسواليو كې به هم وضعه ښه نشي . خو د موسى كلاوالو دغو غوښتنو ته د مركزي حكومت ډېرى چارواكو دمګړۍځواب نه دى ويلى . | ورسره تړلي نور خبرونه موسى كلاوال: له بېوزلۍ او بېکارۍ څخه ځورېږو26 جنوري, 2008 | خبرونه پخوانى طالب د موسى کلا ولسوال شو07 جنوري, 2008 | افغانستان اوسېدونکي: موسى کلا ته ځايي پوليس مه رالېږئ15 دسمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||