BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:30 گرينويچ 2008 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
موسى كلاوال: له بېوزلۍ او بېکارۍ څخه ځورېږو

موسى کلا
موسى کلا شاوخوا دوه مياشتې وړاندې افغان او نړيوالو ځواکونو له طالبانو څخه ونيوله او د حکومت بيرغ يې پرې ورپاوۀ
د هلمند د موسى كلا ولسوالۍ مېشت خلك د فقر، بې سوادۍ او د كار روزګارنشتوالى په خپله ولسوالۍ كې د ټولوامنيتي ستونزو سرچينه گڼي.

د دغه ولسوالۍ مېشت خلك په دې اند دي چې كه پورته ستونزې يې د حكومت او نړيوالو له لوري حل شي ښايي په ولسوالۍ كې يې امنيتي وضعه ښه شي.

موسى كلا ولسوالي شاوخوا دوې مياشتې وړاندې افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانوڅخه د يوې درنې جګړې په پايله كې ونيوله، د ولسوالۍ د نيولو د عملياتو پرمهال ګڼو ځايي خلكو خپل كورونه پرېښودل دښتو او بيابانونو ته ووتل.

اوس چې دادي څه كم دوې مياشتې تېرېږي ددغه ولسوالۍ وضعه ورو ورو وعادي حالاتو ته راګرځي.

د موسى كلا له ښارګوټي څخه د ليدلو پرمهال مې ګڼ خلك وليدل چې خپلې هټۍ يې پرانيستلې وې او په خپل ورځني كاراوروزګار بوخت وو.

خو ددې ولسوالۍ د ځينوليرو پرتو سيمو ځايي خلكو راته وويل چې په سيمه كې يې امنيتي وضعه سمه نه ده.

له دې کسانو څخه يو تن عبدالباري راته وويل:'' كله چې ولسي وګړي د نړيوالو ځواكونو ټانګونه وويني نوخپل كورونه پريږدي دوي وېره لري چې وسله وال طالبان به پرهغوى ډزې وكړي اوبهرني سرتيري به بيا كلي كورونه بمباري كړي، موږ په دې تمه يو چې نور د انسانانو وينې ونه بهېږي.''

موسى کلا
چارواکي وايي ډېر ژر به په موسى کلا كې د بيا رغاونې پروژې پيلوي اوكار به يې هم ځايي خلكو ته وركوي

د موسى كلا د ښارګوټي يو تن هټيوال محمد ناصر بيا وايي چې ددوى امنيت ډاډمن دى خودى هم د موسى كلا په نورو برخو كې د جنګ جګړواوناامنيو څخه يادونه كوي.

محمد ناصر وايي:'' دلته په مركز كې كوم د انديښنې وړ خبره نه شته خو په ليرو پرتو سيمو كې طالبان پرافغان اونړيوالو ځواكونو ډزې كوي، چې دغه كار ډېرخلك اندېښمن كړي دي، ځيني خلك اړكيږي چې خپلې كورنۍ له سيمې څخه وباسي.''

په دې اړه مې د هلمند له والي اسدالله وفا څخه وپوښتل چې د موسى كلا د ليرو پرتو سيمو د خلكو د ارامۍ لپاره څه لارې چارې په پلان كې لري.

تصفيوي عمليات:
 د موسى كلا كونج اوكنارسيمې تصفيوي عملياتوته اړتيا لري زه د خلكو ستونزې پرځاي بولم.
اسدالله وفا

ښاغلي وفا وويل:'' د موسى كلا كونج اوكنارسيمې تصفيوي عملياتوته اړتيا لري زه د خلكو ستونزې پرځاي بولم.''

ډېرى نورو خلكو راته وويل چې له تېرو درېيو كلونو څخه يې كوچنيان د ښونځيو څخه ليرې پاتې شوي او كه سبا ځوانان شي نوڅه به ورڅخه جوړشي.

ددې ترڅنګ د كار او روزګارنشتوالى هم يوه له هغو ستونزو څخه وه چې د موسى كلا گڼو ځايي خلكو په وار وار ورڅخه يادونه كوله.

د عبدالقيوم په نوم يوه تن راته وويل چې د خوراكي توكو بيې لوړې شوې او ددې ترڅنګ د كار او روزګارنشتوالي خلك د لوږې له ستونزو سره مخامخ كړي دي.

عبدالقيوم راته وويل:'' موږ عاجلو مرستو ته اړتيالرو، اوړه ډېرګران شوي دي په ولسوالۍ كې كار نه شته، ځوانان ټول بې كاره دي بايد هغوى ته كار پيدا شي.''

د هلمند والي اسدالله وفا ددغه ولسوالۍ خلكو ته ژمنه وركړه چې ډېر ژر به يې په ولسوالۍ كې د بيا رغاونې پروژې پيلوي اوكار به يې هم ځايي خلكو ته وركوي.

ښاغلي وفا وويل:'' موږ پلان لرو چې دلته د بيا رغاونې ګڼې پروژې پيل كړو دلته ستاسومعارف ته وده وركړو، ستاسو سركونه ورغوو او دغه ټولې پروژې به تاسوته دركوو، نه د بل ځاى خلكو ته.''

د موسى كلا ولسوالۍ ګڼو ځايي خلكو د مخه ښې پرمهال راته وويل چې هله به د خوښۍ اوخوشالۍ احساس وكړي چې په خپله سيمه كې نور د جنګ جګړو او چاودنو غږونه وانه وري او بيا د ژمۍ په يخنۍ او د دوبي په ګرمۍ كې له خپلو كورونو څخه بې ځايه نه شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت