BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:55 گرينويچ 2007 ,15 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوسېدونکي: موسى کلا ته ځايي پوليس مه رالېږئ

افغان ځواکونه تېره اوونۍ موسى کلا ته ننوتل
موسى کلا تېره اوونۍ افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه له يوولس مياشتې واکمنۍ وروسته بېرته ونيوله
عبدالصمدروحاني له لښكرګاه څخه رپوټ راكوي .
د هلمندد موسى كلا ولسوالۍ ځايي خلکوله حكومت څخه غوښتنه كړې چې دوى ته دې له بل ولايت څخه پوليس ورولېږل شي ځکه وايي خپله هلمندي پوليس د دوى مالونه غلاكوي اوخلکوته ددې پرځاي چې ګټه ورسوي زيان اړوي .

د هلمندوالي اسدالله وفا هم له هلمندي پوليسو څخه ناخوښه ښوولې.

موسى کلا ولسوالۍ دتېري دوشنبې په ورځ افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه له يوولس مياشتې واکمنۍ وروسته ونيوله .

دهلمندولايت د موسى كلا ولسوالۍ ځايي خلک وايي چې بايد داځل مركزي حكومت ورته له نورو ولايتونو څخه داسې پوليس وروليږي چې مسلكي زده كړي لري اودخلکو مال اوځان ته زيان وا نه ړوي .

د موسى كلا يو اوسيدونكى داد محمدادعا كوي چې خپله هلمندي پوليس له خلکو سره ناسم چلندكوي اوكه د پوځ سرتيري دولسوالۍ امنيت پرغاړه واخلي نوښايي وضعه سمه شي .

چور
 د هلمندپوليس غلاوې كوي، يا دخلکو مالونه چوروي، كه چيرې دغسې پوليس بيرته راوليږل شي نوښايي خلک زړه ښه نه كړي
د موسى کلا يو اوسېدونکى، داد محمد

هغۀ بي بي سي ته وويل: ''د هلمندپوليس غلاوي كوي، يا دخلکومالونه چوروي، كه چيرې دغسې پوليس بيرته راوليږل شي نوښايي خلک زړه ښه نه كړي . موږ غوښتنه لرو چې د ملي اردو سرتيري زموږ امنيت ټينګ كړي .''

دهلمندولايت يو بل قومي مشر عليشاه مظلوميار هم وړانديز لري چې بايد په موسى كلا كې دخلکو په خوښه ادراه جوړه شي .

هغه وايي بايد له مركز اوولايت څخه هلته يوداسې پلاوىليږل شي چې له ټولو ميشتو قومونو سره وويني اودهغوي دخوښې پربنسټ يوه په كارپوه اداره جوړه كړي .

ښاغلي مظلوميار وويل: '' بايد هلته دمركز اولښكرګاه څخه يو پلاوى وليږل شي اوهغه دې هلته له ديني عالمانو، قومي مشرانو اودټولو قومونو له استازو سره وږغيږي اودهغوي دنظرونو پربنسټ دي يوه پياوړې اداره جوړه كړي.''

 دولت ته زما وړانديز دا دى چې له نورو ولايتونو څخه دئ ٣٠٠ روزل شوي پوليس موسى كلا ته راوليږي. زه دهلمندله پوليسو سره په هيڅ ډول موافق نه يم اوكه زمادغه وړانديز نه منل كيږي نوبيا كه هرڅه پيښيږي مسؤليت يې زما پر غاړه نه دى
د هلمند والي اسد الله وفا

دهلمندوالي اسدالله وفا هم پر مركزي حكومت غړ کړى چې موسى کلا ته دې له نورو ولايتونو څخه پوليس ور ولېږي.

هغه وويل كه داسې ونه شي نو كه بيا هرډول ستونزه رامنځته كيږي دى يې مخنيوى نه شي کولى.

ښاغلي وفا بي بي سي ته وويل: '' زمادولت ته دغه وړانديز دى چې له نورو ولايتونو څخه دئ ٣٠٠ روزل شوي پوليس موسى كلا ته راوليږي. زه دهلمندله پوليسو سره په هيڅ ډول موافق نه يم اوكه زمادغه وړانديز نه منل كيږي نوبيا كه هرڅه پيښيږي مسؤليت يې زما پر غاړه نه دى.''

دافغانستان دكورنيو چارو د وزارت لومړي مرستيال عبدالهادي خالد ددغو انديښنو او نيوكو په اړه وويل چې وزارت به يې هڅه كوي چې مسلكي پوليس دغې ولسوالۍ ته ور ولېږي.

موسى كلا د هلمند په شمال كې پرته د دغه ولايت يو له ترټولو غټو ولسواليو څخه ده . دغه ولسوالۍ شاوخوا ١١ مياشتې د وسله والو طالبانو په ولكه كې وه، خو د تيري دوشنبې په ورځ افغان اونړيوالو ځواكونو بېرته ورڅخه ونيوله.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت