|
دموسى کلا اوسيدونکو ته کارموندنې ژمنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د برتانيا سفير اعلان وکړ چې د موسې کلا ولسوالۍ ١٠٠٠٠ کسانو ته به د کار موندنې لار برابره کړي . په همدې ترڅ کې افغان حکومت هم د دغې ولسوالۍ جگړه ځپلو او بې ځايه شويو کسانو ته د اړينو مرستو د رسولو لړۍ پيل کړې ده . د هلمند په موسې کلا کې د سړکونو ، روغتيايي مرکزونو ، ښوونځيو ، برښنايي بندونو د جوړولو ژمنه په افغانستان کې د برتانيې سفير وکړه چې وايي په ميليونونو ډالره به پرې ولگوي . په دغې ولسوالۍ کې له څه باندى يو کال را پديخوا د بيارغاونې چارې په ټپه ولاړې وى . په کابل کې د برټانيا سفير شرارډ کوپر کولس له بي بي سي سره په يوې مرکې کې اعلان وکړ چې په موسې کلا ولسوالۍ کې به په سم لاسي توگه لس زرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي . (( لکه چې لومړي وزير اعلان کړه تيار يوچې د لس زرو کسانو لپاره د کار زمينې برابرې کړو . حاضر يو چې څلور جوماتونه او يو ښوونځى ورغوو ، همدارنگه غواړو د سيمې لارې جوړې او د برښنا او اوبو رسولو د سيستم په جوړولو کې هم مرسته وکړو. ددى په خوا کې به يو شمير نورې پرمختيايي پروژې هم په موسى کلاکې پلې کړو . تر ټولو مهمه خبره داده چې يو ځل بيا په موسى کلاکې د افغان حکومت واکمني ټينگه شوې . ژر به ولسوال او د ولسوالۍ د پوليسو مشر وټاکل شي او د ولسوالۍ د شوراگانو چارې به له سره په دغې ولسوالۍ کې پيل شي )) . په همدې حال کې افغان حکومت هم اعلان کړى چې د موسى کلا اوسيدونکو او بې ځايه شويو خلکو ته يې د اړينو مرستو د رسولو او ويشلو لړۍ پيل کړې ده . په دغو مرستو کې خوراکي توکي ، درمل ،کالي او داسې نور شامل دي . د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند لطف الله مشعل وايي يو لوړپوړى دولتي پلاوى موسې کلاولسوالۍ ته تللى چې په دغې ولسوالۍ کې د بيارغاونې او د امينت د ټينگولو چارې له نژدې وڅيړي . ښاغلي مشعل په موسې کلا کې د ٨٠٠ کسانو د بي ځايه کيدو خبر هم ورکړ چې په وينا يي بيرته به يې په خپلو کورونو کې ځاى پر ځاى کړي . د هلمند د موسې کلاولسوالۍ د ١٣ مياشتو راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه ، خو د روانې اونۍ په لومړيو ورځو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د گډو عملياتو په ترڅ کې له طالبانو څخه ونيول شوه . | ورسره تړلي نور خبرونه پر موسى کلا بېرته ملي بيرغ ورپېد12 دسمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||