|
پر موسى کلا بېرته ملي بيرغ ورپېد | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهلمندپه موسى كلا ولسوالۍ كې تر 11 مياشتو وروسته نن (چهارشنبه) دافغان اونړيوالو ځواكونو لخوا دافغانستان ملي بيرغ راځوړنده شو . دغه ولسوالۍ وړمه ورځ افغان ځواكونو دبهرنيو سرتيرو په مرسته له وسله والو طالبانو څخه ونيوله. د هلمندوالي اسدالله وفا بي بي سي ته وويل چې په لسګونو خلک دبيرغ دپورته كيدو پرمهال راټول شوي وو . ښاغلى وفا وويل د بيرغ دپورته كيدو پرمهال دموسى كلا ځايي خلک هم راغونډ شوي وو . والي وويل:'' نن دغرمې پر ١٢ بجې په موسى كلا ولسوالۍ كې دملي اردو دقوماندان جنرال غلام محى الدين غوري لخوا دافغانستان ملي بيرغ پرولسوالۍ راځوړند شو. د موسى كلا خلک ډېرخوشاله وو اودبيرغ دپورته كيدو په مراسمو كې يي برخه اخيستې وه . موږ به ډېرژر هلته ولاړ شو او 32 وړې اوغټي پروژې به پيل كړو .'' په دغې ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو ١١ مياشتي تيرې كړې او د دوشنبې په ورځ ورڅخه افغان اونړيوالو ځواكونو ونيول . بل پلو كه څه هم ددغې ولسوالۍ ځايي خلکو ته تيره ورځ دهلمندچارواكو خپلو كورونو ته دستنيدو خبروركړي و، خو يو شمېركسان چې دټيليفون پركرښه يې ځانونه دموسى كلا ځايي خلک پېژندل ادعاكوي چې دوى نړيوال ځواكونه خپلو كورنوته نه پريږدي. له دوى څخه يوشمېركسان لاداهم وايي چې دافغان اونړيوالو ځواكونو لخوايي كورونه په خپلسري ډول تلاشي كيږي. خودهلمندچارواكې دغه ادعانه مني . دموسى كلا ګاونډۍ ولسوالۍ سنګين هم په تېرو دوو ورځو کې دجګړو اوچاودنو شاهده ده . په دغه ولسوالۍ كې نن په يوې بمي چاودنه كې دچارواكو په وينا دوه افغان سرتيري ټپيان شوي . خووسله وال طالبان په دغه چاودنه كې دشپږو افغان سرتيرو دوژل كيدو ادعاكوي . | ورسره تړلي نور خبرونه موسى کلا: له بېځايه شويو د بېرته ستنېدو غوښتنه11 دسمبر, 2007 | افغانستان افغان ځواکونه موسى کلا ته ورننوتل10 دسمبر, 2007 | افغانستان چارواکي: په موسى کلا کې طالبان پرشا شوي09 دسمبر, 2007 | افغانستان په دريمه ورځ هم موسى کلا کې عملېات روان دي07 دسمبر, 2007 | افغانستان وفا: د موسى کلا د بيانيولو جگړ ه روانه ده06 دسمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||