BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:20 گرينويچ 2007 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
موسى کلا: له بېځايه شويو د بېرته ستنېدو غوښتنه

په سويل کې له جگړې څخه په تېښته اوسېدونکي (ارشيف)
د وروستيو سختو جگړو لامله د موسى کلا گڼې کورنۍ بېځايه شوې دي
دهلمند والي اسدالله وفا د موسى كلا ولسوالۍ پر هغو ځايي خلکو چې د وروستيو جگړو لامله بې ځايه شوي غږ کړى چې خپلو كورو ته ستانۀ شي .

دغه ولسوالۍ تېره ورځ له شپږ ورځې سختو جگړو وروسته د طالبانو څخه بېرته د حکومتي او بهرنيو ځواکونو لاس ته ورغله.

د دغې ولسوالۍ په زرګونو اوسېدونکي وروسته له هغه دښتو ته ووتل چې پرولسوالۍ يي افغان اونړيوالو ځواكونو د طالبانو څخه دبيرته نيولو په موخه پوځي عمليات پيل كړل .

والي اسدالله وفا چې له بي بي سي سره غږېدۀ وويل چې ډېرژر به موسى كلا ته سفروكړي اوهلته به دقومونو اوځايي خلکو په خوښه يوه پياوړې حكومتي اداره جوړه كړي .

والي د دې ترڅنګ ددغې ولسوالۍ له خلکو سره دسلگونو ميلونو ډالرو د مرستې اعلان هم وكړ .
هغۀ وويل: '' موږ به په سلګونو ميلونه ډالره دموسى كلا ولسوالۍ له خلكو سره مرسته وكړو. دغه مرسته به پر نړيدلو كورنو، روغتيايي مركزونو، نړيدلو كورونو اوپه نورو پرمختيايي پروژو ولګول شي.''

دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې نن به په دغه ولسوالۍ كې ترشاوخوا ١١مياشتو وروسته دافغانستان ملي بيرغ پورته شي .

ځايي خلک وايي چې له تيرې ورځې راپدېخوا يې په خپلې ولسوالۍ كې دكومې چاودنې يا ډزو غږ نه دى درېدلى .

بل پلو د دغې ولسوالۍ ځينې ځايي خلک په دغو څوورځنيو پوځي عملياتو كې دولسي وگړو مرگ ژوبله ترهغه ډېره بولي چې افغان چارواكي يې پخلى كوي .

تيره ورځ د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په دغو عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې شمېره يوازې څلور تنه ښوولې وه.

خواوس د موسى كلا ځينې اوسېدونکي وايي چې دغه شمېره تر هغې چې دفاع وزارت يې ښيي ډېره پورته ده.
يو ځايي اوسېدونکى محمود شاه وايي: '' تر ٥٠ ډېر ولسي وگړي وژل شوي. دولت او خبريالان دې راشي او ودې گوري چې دا وژل شوي کسان طالبان دي که ولسي وگړي. زۀ وايم دا ټول ولسي وگړي دي. د ځينو مړي اوس هم تر خاورو لاندې دي.''

موسى كلا د هلمند له مرکز، لښکرگاه ښار، څخه کابو ١٠٠ کيلومتره شمال لورې ته پرته ده او په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې ډول د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت