BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:45 گرينويچ 2007 ,10 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ځواکونه موسى کلا ته ورننوتل
طالبان په موسى کلا کې
موسى کلا نژدې لس مياشتې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه
طالبانو منلې چې موسى کلا ولسوالۍ يې حکومتي او نړيوالو ځواکونو ته له لاسه ورکړې.

د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي وويل د موسى کلا ښار يې وروسته له هغۀ پرېښود چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو سخت بمبارد پرې وکړ او گواکې گڼ ولسي خلک يې ووژل.

دۀ وويل: '' له موسى کلا څخه ځکه وواتو چې په جگړه کې ولسي خلکو ته ډېره مرگ ژوبله اوښته.''

ناټو ځواکونه ا و د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي افغان پوځ په هلمند کې د موسى کلا مرکز ته ورننوتي.

دغه ولسوالۍ له څو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه او له تېرې اوونۍ راهيسې يې د نيولو لپاره افغان او بهرنيو ځواکونو پوځي عمليات روان کړي ول.

په کابل کې د ناټو ځواکونو يوۀ وياند چارليز انتوني بي بي سي ته وويل دى يوازې دومره ويلى شي چې افغان پوځيان د موسى کلا ښار ته ننوتي، خو دا نه شي ويلى چې ولسوالۍ يې نيولې. دۀ په دې اړه هم ناخبري وښوده چې د ناټو ځواکونه هم ولسوالۍ ته ننوتي که نه.

برتانوي ځواکونو بيا له سره دا اوازې رد کړې چې گواکې د موسى کلا مرکز نيول شوى دى.

د دفاع وزارت څخه يوه خبرپاڼه هم يوازې موسى کلا ته د خپلو سرتېرو د ننوتلو وايي. خبرپاڼه وايي افغان پوځيان د ناټو ځواکونو په مرسته ښار ته ننوتي او اوس د شاوخوا سيمو په تصفيه کولو لگيا دي.

د هلمند د پوليسو مشر حسين انډيوال وايي افغان او بهرني ځواکونه موسى کلا ته ننوتي، خو دغه ښارگوټى يې لا نه دى نيولى او په ځينو برخو کې يې لاهم جگړه روانه ده.

موسى کلا لس مياشتې مخکې وروسته له هغۀ وسله والو طالبانو ونيوله چې د دوى او برتانوي سرتېرو تر منځ پنځه مياشتنى اوربند مات شو. طالبانو قومي مشران چې د اوربند پر مهال د ولسوالۍ د چارو د پرمخ بيولو لپاره ټاکل شوي وو وشړل او واگې يې په خپل لاس کې واخيستې.

موسى کلا په وروستيو کې د رسنيو لخوا تل د طالبانو د بياراڅرگندېدو د خبرداريو په سر کې يادېده. موسى کلا يوازېنۍ ولسوالۍ نه ده چې په سويل کې د طالبانو په ولکه کې ده، بلکې افغان چارواکو خپله منلې چې څو نورې ولسوالۍ هم په سويل کې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت