|
پخوانى طالب د موسى کلا ولسوال شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د وسله والو طالبانو پخوانى قومندان چې حکومت ته اوښتى و اوس د موسى کلا ولسوالۍ د ولسوال په توگه ټاکل شوى دى . د ٢٠٠٧ کال د دسمبر په مياشت کې د افغان ځواکونو او نړيوالو هغو په مټ له وسله والو طالبانو د موسى کلا ولسوالي نيول شوې وه . د موسى کلا په څنډو کې هوايي بمبارۍ او نښتې روانې وې خو څرنگه چې افغان ملي پوځ موسى کلا ته ورننوت وسله وال طالبان تري تم شول . په دې چاره کې د طالبانو د يوۀ مخکيني قومندان ملا عبدالسلام مهمه ونډه وه . اوس دى پخپله د موسى کلا د ولسوال په توگه ټاکل شوى دى . دى وايي : (( دا ښه موقعې ده . نړيواله ټولنه ستاسو مرستو ته راغلې ده . دوى ستاسو له ماشومانو سره مرسته کوي ، پيسې درکوي ، اوس دا پر تاسو ده چې د خداى قانون نافذه کړئ . )) د يوۀ پخواني طالب قومندان له خولې دا خورا کلکې خبرې دي خو ازمېښت به يې هاله وي چې وليدل شي دى دا خبرې عملي کوي هم که نه . د ځايي خلکو د زړۀ خپلول ژر تر ژره پکار دي ، همدوى پر حکومت نيوکې کوي . خو د دسمبر په پاى کې دوه ديپلوماتان چې له ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې سره يې کار کاوۀ له ادعاو سره سم په دې تور له هيواده وشړل شول چې له طالبانو سره يې ليدلي و او له هغوى سره راکړه ورکړه درلوده . د برتانيا لومړى وزير گورډن براون وايي موږ له طالبانو سره خبرې اترې نه کوو . دا ټولې خبرې سربداله پيغامونه ورکوي چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه د باغيانو د ماتولو لپاره څه ډول تاکتيکونه کاروي او دا هم نه ده څرگنده چې دغه هلې ځلې په سمه توگه له يو بل سره همغږي هم دي که نه . | ورسره تړلي نور خبرونه په موسى کلا کې ناروغۍ ماشومان وژلي دي04 جنوري, 2008 | افغانستان د هلمند بې ځايه شوي خلک مرستې غواړي07 جنوري, 2008 | افغانستان وفا: په موسى کلا کې وضعه عادي شوې23 دسمبر, 2007 | افغانستان چارواکي: په موسى کلا کې طالبان پرشا شوي09 دسمبر, 2007 | افغانستان افغان ځواکونه موسى کلا ته ورننوتل10 دسمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||