BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:03 گرينويچ 2007 ,23 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وفا: په موسى کلا کې وضعه عادي شوې

 موسى کلا له طالبانو څخه وروسته
راپورونه وايي چې خپله ځايي خلک تر اوسه کورونو ته د ستنېدلو لپاره زړۀ نه ښه کوي او لاهم د جگړې وېره لري
د هلمندوالي وايي چې ددغه ولايت په موسى كلا ولسوالۍ كې اوس وضعه عادي شوې اوګڼ ځايي خلک خپلو كورونو ته ستانه شوي دي.

والي اسدالله وفا وويل چې په ولسوالۍ كې به ډېر ژر حكومتي اداره په كار پيل وكړي .

خوبل پلو له دغې ولسوالۍ څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې ځايي خلک لا خپلو كورنوته نه دي ستانه شوي او تر اوسه زړۀ نا زړۀ دي .

دغه ولسوالۍ دوه اوونۍ وړاندې افغان اوناټو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله.

كه له يوه لورې د هلمند چارواكي په موسى كلا ولسوالۍ كې دحالاتو دسموالي خبره كوي، خو بل پلو ګڼ كسان چې وايي دموسى كلا ولسوالۍ مېشت وګړي دي وايي چې په ولسوالۍ كې يې حالات سم نه دي .

 په موسى كلا كې اوس وضعه عادې شوې او ولسي وګړي خپلو كورونو ته د ستنېدو په حال كې دي. موږ به ډېرژر هلته دبيارغاونې پروژې پيل كړو
د هلمند والي اسد الله وفا

دوى وايي چې پرولسوالۍ يې اوس هم جګړه ييزه فضا خپره ده اوخلک زړه نه ښه كوي چې خپلو كورونوته ستانه شي .

ځايي خلك وايي چې هله به ستنېدو ته زړه ښه كړي چې ولسوالۍ يې په ټوليز ډول دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاكه شي او بيا د جگړې د اور د بلېدو وېره نه وي.

يوشمېركسان په ولسوالۍ كې دنړيوالو ځواكونو له ناسم چلند څخه هم سرټكوي. دوى وايي چې نړيوال ځواكونه يې په خپلسري ډول كورونوته ورځي .

ددغو انديښنو په اړه چې مو كله د هلمند دوالي اسدالله وفا غبرګون وپوښت، هغه وويل: ''په موسى كلا كې اوس وضعه عادې شوې او ولسي وګړي خپلو كورونو ته د ستنېدو په حال كې دي. موږ به ډېرژر هلته دبيارغاونې پروژې پيل كړو. خلك زما څخه غوښتنه لري چې دپروژو كار بايد دهغه ځاي خلک وكړي. موسى كلا به ډېر ژر تصفيه شي.''

موسى كلا د هلمندپه شمال كې پرته ولسوالۍ ده اوشاوخوا دوې اوونۍ وړاندې افغان اوناټو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله .

ورسره تړلي نور خبرونه
پر موسى کلا بېرته ملي بيرغ ورپېد
12 دسمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت