BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:10 گرينويچ 2007 ,18 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملا عمر : موسى کلا يې ټوله نه ده نيولې
ملا عمر
په ٢٠٠١ کال کې د طالب واکمنۍ له نړيدو راهيسته ملا عمر پټ دى
په افغانستان کې د طالب غورځنگ مشر ملا محمد عمر د لوى اختر په وياړ خپره کړې يوه اعلاميه کې ادعا کړې ده چې نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د هلمند ولايت د موسى کلا ټوله ولسوالي نه ده نيولې .

ملا عمر چې په ٢٠٠١ کال کې د طالب رژيم له نسکوريدو راهيسته پټ دى په خپله ليکلې اعلاميه کې د موسى کلا نيول نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ ته برى نۀ بلکې د دۀ په وينا د هغوى د ناکامۍ ښکارندوى بولي .

طالب مشر وايي نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د دۀ په وينا يوازې د موسى کلا مرکز نيولى دى او نوره ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده .

ملا عمر گواښنه کړې چې سږ کال به په ژمي کې هم وسله وال طالبان جگړې ته دوام ورکوي .

دۀ له اسلامي هيوادونو غوښتي چې په افغانستان او عراق کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لارې ولټوي .

موسى کلا تيره اوونۍ افغان پوځ د نړيوالو ځواکونو په مرسته ونيوله .

تر هغې وړاندې دغه ولسوالي تر څو مياشتو پورې د وسله والو طالبانو په لاس کې وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت