BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:26 گرينويچ 2007 ,16 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په موسى کلا کې د طالبانو د بريد وېره لاهم شته
موسى کلا ښارگوټى
خبريالان وايي تر اوسه لاهم ډېرى دکانونه او کاروباري ځايونه تړلي دي او خلک د طالبانو د متقابل بريد وېره لري
د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالۍ ته ورغلي خبريالان وايي ځايي اوسېدونکي ورو-ورو او په خورا احتياط سره خپلو کورو ته بېرته ستنېږي.

دوى وروسته له هغۀ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي وو چې له وسله والو طالبانو څخه د بېرته نيولو لپاره افغان او نړيوالو ځواکونو گډ پوځي عمليات پيل کړل.

عملياتو چې څو ورځې دوام وکړ تېره اوونۍ پاى ته و رسېدل، خو خبريالان وايي بېځايه شوي خلک لاهم پښه نيولي خپلو کورو ته ستنېږي.

مخکې ځايي اوسېدونکو او د هلمند والي اسد الله وفا ويلي وو چې هغه پوليس چې خپله د هلمند يا موسى کلا اوسېدونکي دي خلک ځوروي او کورونه يې لوټوي او دا چې مرکزي حکومت بايد هلته د بل ولايت پوليس ور ولېږې.

په يوۀ تازه سفر کې له چارواکو سره سيمې ته ورغلي خبريالان وايي تر اوسه لاهم ډېرى دکانونه او کاروباري ځايونه تړلي دي او خلک د طالبانو د متقابل بريد وېره لري.

سره له دې چې په سلگونو افغان او بهرني ځواکونه په دغې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي دي، خو ځايي خلک لاهم محتاط دي.

د شنبې په و رځ گڼ يو شمېر توغنديو چې باور کېږي وسله والو طالبانو به توغولي وي د موسى کلا ښارگوټى ولړزاوۀ.

يوۀ سړي بي بي سي ته وويل دۀ خپله د ماشومانو او ښځو ١٥ مړي په ښار کې له جگړې وروسته شمېرلي، خو برتانوي ځواکونه دا خبره له سره ردوي او يوازې د څلورو ولسي وگړو د وژل کېدو پخلى کوي.

موسى کلا تېره اوونۍ له شاوخوا يوولس مياشتې طالب واکۍ بېرته د افغان حکومت لاس ته ورغله.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت