BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:30 گرينويچ 2008 ,07 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمند بې ځايه شوي خلک مرستې غواړي

هلمند
د هلمند او د شمالي ولايتونو بې ځايه شوي خلک وايي که مرستې ورسره ونه شي ژوند يې له گواښ سره مخامخ دى
په سويلي ولايت هلمند کې ميشتو کډوالو له حکومت اونړيوالې ټولنې څخه د بيړنو مرستو غوښتنه کړې .

ترلسو زرو زياتې کورنۍ چې اوس د هلمند دمرکز لښکرګاه په مختار کمپ کې اوسيږي وايې چې دخوارکي توکو دبيو لوړوالي يې ژوند له ګواښ سره مخامخ کړى دى .

د مختار کمپ دغه کډوال وايي چې دتوکو دبيو له لوړوالي سره داسې ډيرې کورنۍ شته چې لومړني خوارکي توکي يې خلاص شوي اودنورو د رانيولو وس نه لري .

د بخت بي بي په نوم يوې ميرمني وويل چې په کورنۍ کې دګټې وټې سړى نه لري خوداچې اوس په هلمندکې دلومړنيو خوراکي توکو بيې لوړې شوې د دې په څير ډيرى نوري کورنۍ يې له اخيستلو څخه ناتوانه شوي .

دغه ميرمنې له حکومت اونړيوالو څخه دمرستې غوښتنه وکړل .

يوه بله ميرمن چې نوم ښودل نه غواړي هم له حکومت څخه دخيمو اوتودو کمپلو مرسته غواړي .

دغه ميرمن وايي چې دڅو ورځو پرلپسې ورښتونو يې ژوند له ګواښ سره مخامخ کړى .
که څه هم په مختارپنډغالي کې دافغانستان دشمالي ولايتونو کډوال هم ميشت دي خوترڅنګ يې دهلمندله ګڼو ولسواليو څخه په زرګونو کورنۍ دجګړې له ويرې بيځايه شوي دي .

تر ډيره دغه تازه رابيځايه شوې خلک له حکومت څخه مرسته غواړي .

که څه هم حکومتي چارواکي دکډوالود دغو غوښتنو په اړه څه نه وايي خو په هلمندکې دافغانستان سرې مياشتې نا حکومتي ادارې چارواکي وايي چې دوى به له اړو کورنيو سره تر خپله وسه مرستې وکړي .

په هلمندولا يت کې ترلسوزرو زياتي کورنۍ کډوال يوازې دافغانستان دشمالي ولايتونوڅخه هلمندته راغلي .

خو دخپرو شوو شمېرو له مخې ترلسو زرو زياتې کورنۍ يوازې خپله دهلمندولايت له ولسواليو څخه دجنګ جګړوله کبله رابيځايه شوي .

دغه ټولې کورنۍ په يوه خوله دحکومت اونړيوالې ټولنې مرستو ته سترګې په لاره دي .

خوداچې د دوى غوښتنې به ومنل شي که نه دم ګړۍ د دغې پوښتنې ځواب ته هيڅوک نه حاضريږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
کډوالو ته په هلمند کې مېنه جوړيږي
05 نومبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت