|
کډوالو ته په هلمند کې مېنه جوړيږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهلمندچارواكې هيله لري چې ١٢ زرو كډوالو كورنيو ته ددغې يوې نمرې ځمكې په ويشلو سره به دهغو بې كوره كسانو ستونزي راكمي كړي چې په تيرو څو كلونو كې جګړو بې كوره كړي . دهلمندوالي اسدالله وفا وايي چې په لومړي سركې به هغو كسانوته يوه يوه نمره ځمكه وركوي كوم چې اوس تازه دګاونډيو هېوادونو څخه راايستل شوي او دلته بې كوره شپې و ورځې تيروي . نوموړى وايي هغه كسان به هم له ياده نه باسي چې دهلمند له ولسواليو څخه د وسله والو طالبانو افغان اونړيوالو ځواكونو ترمنځ د جګړو له امله را بيځايه شوي او كور نه لري . دخپرو شوو شمېرو له مخې يوازې په تيرو دوو كلونو كې د هلمند د شمالي او سويلي ولسواليو څخه ترلس زره زياتي كورنۍ دجګړو له امله له خپلو كورنو څخه پريښودلو ته اړې شوي چې ډېره برخه يې ترشنه اسمان لاندي شپې تيروي . كه څه هم چارواكې وايي چې دغو كورنيو ته به د سرپناه په موندلو خپلې هڅې نه دروي خو دهغو كډوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي چې وايي دافغانستان دشمالي ولايتونو څخه دڅوكلونو وړاندې جنګ جګړو له امله هلمندولايت ته راغلي . د دغو كډوالو كورنيو شمير چې تر١٠ زروزيات بلل كيږي اوس دهلمندد مركز لښكرګاه په شمال كې اوسيږي . دغو كډوالو لا له لويه سره دحكومت څخه دكوردځمكو غوښتنه لرله ، خودهلمندچارواكي وايي چې دغه كورنۍ بايد خپلو سيموته ستنې شي چې حكومت هلته ورته دسرپناه لپاره ځمكې وركړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د هلمنديانو د بې وزلۍ دليل څه دى ؟17 اکتوبر, 2007 | خبرونه د هلمند په بمباريو کې بيا ولسي خلک وژل شوي30 جون, 2007 | خبرونه دهلمند استازي: دولسي وگړو وژونکي دې محاکمه شي25 جون, 2007 | خبرونه د هلمند په گريشک کې ولې پرلپسې جگړې کيږي ؟18 جون, 2007 | خبرونه رحيمي : وسله وال د پولې له پورې غاړې را اوښتي دي18 جولاى, 2006 | خبرونه طالبانو په هلمند کې درى ملکي وگړې وژلي12 اگست, 2005 | خبرونه افغان پوځ په ترټولو نارامه سيمه کې څۀ ډول جگړه کوي؟01 مۍ, 2007 | خبرونه هلمند کې برتانوي ځواکونو رسما په کار پيل وکړ 01 مۍ, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||