BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:26 گرينويچ 2007 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمنديانو د بې وزلۍ دليل څه دى ؟

بست کلا
لرغونى هلمند يو وخت د افغانستان يو له هغو ولايتونو گڼل کيدۀ چې د خلکو اقتصاد يې ښه و
په هلمندولايت كې دفقر اوغربت ترټولو سترلامل جنگ جګړې اونارامۍ بلل كيږي .

ددغه ولايت له ډيرو سيمو څخه ترلاسه شوو شميرې ښيي چې په هره جګړه ځپلې ولسوالۍ كې ترسم نيمايي ډيرخلك له بې وزلۍ سره لاس اوګريوان دي .

اوډېرنور شمير يي كه څه هم په نسبتاً ارامو سيمو كې ميشت دي خو بيادكار او روزګارنشتوالي له غربت سره مخامخ كړي دي .

خو دهلمنددمركزلښكرګاه اوهغه ته نژدې په يوشمير سميو كې دغربت سره دمبارزې په برخه كې ترډيره دملي پيوستون پروګرام بلل كيږي چې خلكوته دخپلو كارونو په بدل كې پيسې وركوي .

دغه پروګرام په هلمنداوټول افغانستان كې دكيلو دبيارغاوني اوپراختيا وزارت لخوا پرمخ وړل كيږي چې ډيريي دغربت په لمنځه وړلو اورغنيزو چاروكې پرځاي ګام بولي .

دهلمنددكيلو دبيارغاوني اوپراختيا رئيس حاجي محمدعمرقانع وايي چې دامهال يي ددغه پروګرام له لاري دهلمندپه شپږو نسبتاً ارامو ولسواليو كې سلګونو كسانوته دكار اوروزګار زمينه برابره كړې ده .

خو رښتيا هم دغه پروګرام دفقر په لمنځه وړلو كې پرځاي رول لوبولي په دې اړه ترډېره نظرونه مثبت دي .

دهلمنددمركز لښكرګاه دسركار دسيمي يو اوسيدونكي حاجي بسم الله خان د ملي پيستون پروګرام دفقر اوغربت دلمنځه وړلو په برخه كې ترټولو ښه وسيله بولي .

او له حكومت څخه غوښتنه كوي چې دغه پروګرام ته دي لانوره پراختيا وركړې .

دهلمندولايت يو بل قومي مشر حاجي سردارخان هم وايي چې دملي پيستون پروګرام له ډيرو سيمو څخه دغربت ټغر ټول كړي اوبايد دغه پروګرام ته لانوره پراختيا وركړل شي .

نوموړي وايي كه څه هم دغه پروګرام ددوي په كلي كې ډيرو كسانوته د كار زمينه برابره كړې خو يوه ستونزه چې دى ددغه پروګرام دمسؤلينو څخه دحل غوښتنه لري داده چې دپروژو پيسو پروخت نه ورسيږي .

دهلمندباباجي سيمي حاجي محمدشاه هم دملي پيسون پروګرام دفقر په له منځه وړلو اودپرمختګ په چارو كې دحكومت پرځاي ګام بولي .

نوموړى ددغه پروګرام ښه والي په دې كې ويني چې وايي مخالفين ځكه كم دي چې خپله دولس په مټ ترسره كيږي او كوم بهرني كسان پكي ونډه نلري .

لكه څنګه چې حاجي محمدشاه هم ددغه پروګرام دلاپراختيا دعا وكړه ډيرى نور هم له حكومت څخه غواړي چې دغه پروګرام دي وليرو پرتو سيمو ته هم وغځوي .

خودهلمنددكليو دبيارغاوني اوپراختيا درياست چارواكي وايي چې دوي هم په دې تمه دي چې يووخت دهلمند په ليرو پرتو سيمو كې امنيتي وضعه ښه شي او دوى هلته دغه پروګرام هم پلى كړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت