BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:51 گرينويچ 2007 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دهلمند استازي: دولسي وگړو وژونکي دې محاکمه شي

د ملي شورا غړي (د ارشيف انځور)
د هلمند استازو گواښ کړى چې که د بې پروا بمباريو مخه ونه نيول شي، لومړى به ملتونو ته شکايت کوي او بيا به پخپله وروستۍ پريکړه کوي
د افغانستان په ملي شورا کې د هلمند ولايت استازي او سناتوران په هغه ولايت کې د وروستيو بمباريو د عاملينو د محکمې غوښتونه کوي. هغوى په هلمند کې مېشت نړيوال ځواکونه پړه بولي چې وايي له طالبانو سره تر نښتو وروسته د خلکو د استوگنې پر سيمو بمبارۍ کوي او ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اړوي.

دغو استازو وسله وال طالبان هم تورن کړل چې د ولسي خلکو سرونه پرې کوي او سپين ږيرو او مخورو ته په سپکه سترگه گوري.

له هلمند څخه د ملي شورا په دواړو جرگو کې استازو خبريالانو ته يې خبرې کولې وويل بهرني ځواکونه له وسله والو طالبانو سره له لنډې نښتې وروسته پر هغو سيمو بمونه اوروي چې وسله والو طالبانو ترې پخوا پښې سپکې کړي وي.

د هغوى په وينا دغه تباه کوونکې بمبارۍ ولسي وگړو ته د سر او مال د زيانونو په اړولو سربيره گڼې ورانۍ هم پر ځاى پريږدي.

په ولسي جرگه کې د هلمند ولايت استازى انجنير متين وايي دغه پخپل سرې بمبارۍ نه د کوم کره پلان پر بنسټ او نه هم د استخباراتي معلوماتو له مخې تر سره کيږي. هغۀ وروستيو بمباريو ته په اشارې سره وويل چې په دغو بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په گډون ٣٧ کسان وژل شوي دي.

څو ساعته وروسته
 ''بمبارد په هغه وخت کې نه دى شوى چې هلته جگړه روانه وي بلکې په هغه مهال شوى چې څو ساعته له جگړې تير شوي دي، او هغه هم د يو پلان له مخې نه دي او نه هم د استخباراتي ادارو د رپوټونو پر بنسټ کيږي.
انجينر عبدالمتين، د ولسي جرگې وکيل

ښاغلي متين وويل: ''بمبارد په هغه وخت کې نه دى شوى چې هلته جگړه روانه وي بلکې په هغه مهال شوى چې څو ساعته له جگړې تير شوي دي، او هغه هم د يو پلان له مخې نه دي او نه هم د استخباراتي ادارو د رپوټونو پر بنسټ کيږي.

په وروستى بمبارۍ کې حکومت د مرگ ژوبلو شميره ٢٥ کسان ښوولې چې کره شميرې ٣٧ تنه دي او په هغې کې هم ښځې، ماشومان او ان تر دې چې شپږ مياشتيني کوچنيان هم پکې دي.''

دغو استازو پر سيمه ييزې ادارې هم نيوکې لرلې چې په وينا يې د ولسي خلکو، سپين ږيرو او مخورو کسانو سره يې د اوسنۍ وضعې په اړه سلا مشورې نه دي کړي او له همدې کبله د خلکو او حکومت تر منځ واټن ډير شوى دى.

خو په هغه ولايت کې يې د نويو ادلونونو بدلونونو هرکلى وکړ او هيله يې ښکاره کړه چې دغه وړ بدلونونه به په سيمه کې امن او سمسمکى ټينگ کړي .

د ملي شورا غړو په هلمند کې د وسله والو طالبانو نه د تر لاسه شويو وسلو په اړه وويل دا هغه وسلې دي چې د افغانستان گاونډيان يې د طالب اورپکو په واک کې ورکوي. هغوى دا ادعا هم وکړه چې د تر لاسه شويو وسلو نه داسې ښکاري چې ډيرې نوې دي او لا تر اوسه ډز هم پرې نه دى شوى.

بمونه او چړې
 له يوې خوا پر هلمنديانو بمونه اوريږي، له بل لورې چړې هم پرې چليږي. د ښوونکو، سپين ږيرو عالمانو او مخورو سرونه پرې کوي. که چيرته په حقانيه مدرسه کې دوى درس ويلي وي هغه نه وژني او پاتې ټول عالمان او مشران نه پرېږدي.
شېر محمد اخوندزاده، د مشرانو جرگې غړى

دغو استازو وسله وال طالبان د قامي مشرانو، سپين ږيرو، ديني عالمانو او مخورو په وژلو او د هغوى نه د سرونو په پرې کولو پړه وبلل. په مشرانو جرگه کې د هلمند ولايت سناتور شير محمد اخند زاده وايي که له پاسه په هلمنديانو بمونه راوريږي نو بل لور طالبان په ځمکه پرې چړې چلوي :

''له يوې خوا پر هلمنديانو بمونه اوريږي، له بل لورې چړې هم پرې چليږي. د ښوونکو، سپين ږيرو عالمانو او مخورو سرونه پرې کوي. که چيرته په حقانيه مدرسه کې دوى درس ويلي وي هغه نه وژني او پاتې ټول عالمان او مشران نه پرېږدي.''

د ملي شورا غړو د پريکړه ليک په صادرولو له ټولو ښکيلو غاړو وغوښتل چې د ولسي وگړو په خونديتوب کې دې هڅه او هاند وکړي او د وروستيو بمباريو عاملين دې د قانون منگولو ته وسپارل شي.

په پريکړه ليک کې دا گواښنه هم شوې چې که چيرته په راتلونکې کې د دغه شان بمباريو لړۍ دوام ومومي نو دوى به لومړى ملگرو ملتونو ته شکايت کوي او بيا به خپله وروستۍ پريکړه نيسي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت