|
په موسى کلا کې ناروغۍ ماشومان وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهلمنددموسى كلا ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې په دې وروستيو كې په ولسوالۍ كې دشيري د ناروغۍ له امله شاوخوا گڼ شمير ماشومان وژل شوي دي . سمييزو خلكو د دغې ناروغۍ لامل سخته يخني بللې اوله له حكومت څخه ددغي ناروغۍ پروړاندي دبيړنيو مرستو غوښتنه كړې . ددغې ولسوالۍ يو روغتياپال ډاكټرمظلوم له بي بي سي سره دخبرو پرمهال ددغې ناروغۍ په اړه خپلې انديښنې داسي څرګندي كړې . (( په موسى كلا كې دشيري وايروس ۲۸ تنه كوچنيان وژلي دي زه له حكومت څخه غوښتنه لرم چې ددغي ناروغۍ دله منځه وړلو په برخه كې دي بيړني ګامونه پورته كړي )) دهلمند دعامي روغتيادرياست چارواكې وايي چې ددغې ناروغۍ په اړه دوى معلومات نه لري . ددغه رياست رئيس ډاكټرعنايت الله غفاري بي بي سي ته وويل چې موسى كلا ته يې درمل ليږلي اوهلته روغتيايي مركز فعاله دى . (( په موسى كلا كې زموږ روغتيايي كلنيك فعاله دى اوهلته موږ دوه ټنه درمل ليږلي خودشيري دناروغۍ په اړه موږ معلومات نه لرو ولسي خلك كولاى شي په دې اړه زموږ له سمييز روغتيايي مركز سره اړيكه ونيسي )) موسى كلا دهلمند په شمال كې پرته ولسوالي ده چې څه كم يوه مياشت وړاندې افغان اونړيوالو ځواكونو په ګډه له وسله والو طالبانو څخه ونيوله . ددغوعملياتو پرمهال په زرګونه ځايي خلك بيځايه شول چې ډيرى دشيري دناروغۍ لامل هم دولسي وګړوبې ځايه كيدو اودهغوى دناسمې سرپناه په نشتوالي پوري تړي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||