|
هلمند کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند دامنيې قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال نن (پنجشنبې دفبروري ٢٨) په يوه خبري ناسته كې ددغه ولايت د نادعلي ولسوالۍ د مارجې په سيمه كې د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړ . د هلمندامنيه قومندان محمدحسين انډيوال نن په يوې خبري ناسته كې وويل چې دوه تنه طالب جنګيالي نيول شوي هم دي . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ٢٥ وسله والوطالبانو د وژل کېدو پخلى کړى . خبرپاڼه زياتوي چې په دې عملياتو کې د ملانقيب الله په نامه د وسله والوطالبانو يوه مخکښ قومندان هم وژل شوى . خو وسله وال طالبان يوازې د خپل يوه تن د وژل كېدو پخلى كوي . د هلمند امنيه قومندان وويل چې پوليسو وروسته له هغه عمليات پيل كړل چې د وسله والو طالبانو له يوه بريد سره مخ شول . هغه وويل چې له طالبانو سره په دغه څوساعته نښته كې يوپوليس ټپي شوى دى . ښاغلي انډيوال وويل:'' وسله والو طالبانو پر پوليسو لومړى بريد وكړ وروسته پوليسو په جګړه لاس پورې كړ چې په پايله كې يې ٢٥ تنه طالبان وژل شوي دوه تنه يي نيول شوي او يوه اندازه وسلې هم دپوليسو لاس ته ورغلې دي . د ناوې په ولسوالۍ كې بيا د ولسي خلكو پريوه لنډكروز موټرچاودنه شوې چې په پايله كې يي د محمدپه نامه يو مشهور غل له درېيو كسانو سره وژل شوى اودوه تنه ټپيان شوي دي . خو وسله وال طالبان وايي چې د مارجې په جګړه كې يې يوتن وژل شوى اودوه تنه ټپيان شوي دي . د وسله والوطالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا د ١٥ پوليسو د وژل كېدو ادعا وكړه . مارجه د هلمند د مركز لښكرګاه ته نژدې پرته ولسوالي ده . كه څه هم ددغه ولسوالۍ امنيتي حالت وړاندې ښه بلل كيده، خو دغې جګړې له يوشمېرخلكو سره داسې وېره پيداكړې چې ګواكې په دغه ولسوالۍ كې به هم د نورو ولسواليو په څېرامنيت خراب شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د هېواد په سويل او سويل ختيځ کې گڼې پېښې27 فبروري, 2008 | افغانستان په هلمندکې يو ډنمارکى سرتېرى ووژل شو25 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندوال: بهرني ځواکونه بېگناه خلک وژني25 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندکې طالبانوڅلور بار وړونكي گاډي سوځولي24 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندکې طالبانوته مرگ ژوبله اوښتې23 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||