BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:58 گرينويچ 2008 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هېواد په سويل او سويل ختيځ کې گڼې پېښې

کندهار کې چاودنه
په دغو پېښو کې شاوخوا ١٢ بهرني، کورني او عام وگړي ژوبل شوي هم دي .
د افغانستان په سويل اوسويل ختيځو ولايتونو کې دبېلابېلو امنيتي پېښو په ترڅ کې د څلورو بهرنيو او کورنيو سرتېرو په گډون ترلسو ډېر وسله وال طالبان او ملگي وگړي وژل شوي .

په دغو پېښو کې شاوخوا ١٢ بهرني، کورني او عام وگړي ژوبل شوي هم دي .
ډېرى ژوبل شوي عام وگړي مېرمني او ماشومان ښودل شوي دي .

په همدې ترڅ کې د کابل جلال اباد پرلويه لار د افغانستان د کورنيو چارو د وزير پرکاروان راکټي بريد هم شوى چې، هغه ته په کې زيان نه دى رسېدلى .

د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پر وينا د دوي دوه سرتېري د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هغه مهال ووژل شول او يوه بل يې ژوبل شو چې، پر کاډي يې د سه شنبې په ورځ سړک د غاړې ماين وچاودېد .

د ناټو د دغه مطبوعاتي دفتر پر وينا وژل شوي او ژوبل شوي دواړه د پولينډ هېواد سرتېري دي .

پولينډ يوازېنى هېواد دى چې په پکتيکا کې سرتېري لري .
له بل پلوه د افغانستان د دفاع وزارت د يوې خپرې شوې خبرپاڼې پرمټ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالب وسله والو په يوه بريد کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو او شپږ و نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړى .

د دفاع وزارت په دغه خبرپاڼه کې د افغان او ناټو سرتېرو د گډو عملياتو په ترڅ کې د اوو طالب وسله والو د وژل کېدو ادعا هم شوې ده .

د خبرپاڼې له مخې دغه عمليات د هلمند په کجکي او نوزاد ولسواليو کې ترسره شوي دي .

په همدې ترڅ کې د پکتيا ولايت څخه دترلاسه شوو رپوټونو له مخې وسله والو کسانو د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د يوه کور څلور غړي وژلي دي .

د دغه ولايت امنيه قومندان عصمت الله علي زي بي بي سي ته وويل پېښه د شخصي شخړو له امله شوې ده چې،تراوسه يې په تړاوو څوک نه دي نيول شوي .

له بل پلوه د خوست د صبريو په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر موټر ځاى پر ځاى شوي ماين چاودېدلى چې،له امله يې يوتن وژل شوى او شپږ نور سخت ژوبل شوي دي .

ژوبل شوي کسان مېرمنې او ماشومان ښودل شوي .

په ژوبلو کسانو کې د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى .
تېره ورځ هم په دغه ولايت کې د ورته يوې بمي چادنې په ترڅ کې د يوماشوم په گډون پنځه افغان پوليس وژل شوي ول .

په همدې ترڅ کې رپوټونه وايي د کابل جلال ابار پرلويه لار د افغانستان د کورنيو چارو وزير د موټر پرکاروان راکټي بريد شوى چې دى ترې روغ رمټ وتلى دى .

د رپوټونو له مخې دغه بريد د کابل د سروبي ولسوالۍ په سيمه کې شوى .

خود دغه وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته د وزير پرموټر د شوي بريد خبره رد کړ،خو ويې ويل چې،د دوى دکاروان تر شا د ډز غږ اورېدل شوى چې چاته پکې د سر زيان نه دى اوښتى .

ورسره تړلي نور خبرونه
خوست کې چاودنې پنځه پوليس ووژل
26 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت