BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:36 گرينويچ 2008 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پکتيکا کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي
پکتيکا کې بهرني سرتېري
په روان ٢٠٠٨ کال کې د افغانستان په گڼو سيمو کې د ناټو ترمشرۍ لاندې نژدې ٢٣ بهرني سرتېري وژل شوي .
د افغانستان د سوېل ختيځ پکتيکا ولايت په مرکز 'ښرنه' کې د سړک د غاړې د يوه ماين په چاودنه کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي دي .

په کابل کې د ايساف ځواکونو يوې وياندې ډوډويل خبري رسنيو ته د پکتيکا په ولايت کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى .

ويانده زياتوي چې دغو دوو وژل شوو سرتېرو د پولينډ تابعيت درلود.

خو د پولنډ ددفاع وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې په پکتيکا ولايت کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي .

خبرپاڼه زياتوي چې دغه پېښه د پکتيکا له مرکز ښرنې سره نژدې شوې ده، چې په سيمه کې ددوى ځواکونه د گزمې پرمهال وو.

پولنډ په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې شاوخوا ١٢٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په ختيځ ولايتونو، په ځانگړې ډول پکتيکا کې مېشت دي .

په روان ٢٠٠٨ کال کې د افغانستان په گڼو سيمو کې د ناټو ترمشرۍ لاندې نژدې ٢٣ بهرني سرتېري وژل شوي .

د يادونې وړ ده، چې په تېر ٢٠٠٧ز کال کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا٢٢٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت