|
ناټو: افغانستان ته به ٤٠٠٠ سرتېري واستوو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو وايي ډېر ژر به شاوخوا ٤٠٠٠ سرتېري افغانستان ته د سولې او ټيکاو په موخه واستوي . د افغان چارواکو په وينا د دغو سرتېرو د استولو سربېره ناټو د پوځي عملياتو د همغږي کوونکو ډلو پر استولو هم هوکړه کړې. دمگړۍ په دغه هېواد کې د ناټو شاخوا ٤٠٠٠٠ سرتېري مېشت دي چې، له افغان حکومت سره د طالب وسله والو او نورو مخالفينو په ځپلو کې مرسته کوي . د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې، له افغانستان سره به اوږدمهاله مرستې کوي او د دغه هېواد د پوځي ځواک په پياوړتيا او سنبالښت کې به رغنده ونډه واخلي . د لېتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو له ناستې وروسته د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې ناټو به دغه هېواد ته شاوخوا ٤٠٠٠ نور سرتېري هم استوي . د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وويل د دغو سرتېرو د استولو سربېره ناټو د پوځي عملياتو د همغږي کوونکو ډلو پر استولو هم هوکړه کړې. ده وويل:'' پرېکړه وشوه چې د امريکا متحده ايالتونه به ٣٢٠٠، جرمني٤٠٠ او بلجيم ١٠٠ سرتېري افغانستان ته واستوي. دغه راز د پوځي عملياتو د لاډېرې همغږۍ په برخه کې هم خبرې اترې وشوې، چې په دغه برخه کې ښه همغږي رامنځته شي.'' ښاغلي عظمي وويل ناټو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په خپل سر نه، بلکې د افغان پوځ په مشرۍ پوځي عمليات ترسره کوي . د عظيمي په وينا د وېلنيوس په ناسته کې د ناټوغړو هېوادونو دفاع وزيرانو دافغان حکومت او متحده ايالتونو په ملتيا د داسې يو ځانگړي پلان پرجوړولو هم ټينگار وکړ چې، له مخې به يې د افغانستان امنيتي اړتياوو ته ځواب وويل شي . د دفاع وزارت د وياند په وينا ناټو هېوادونو ورسره ژمنه کړې چې، د افغان پوځ د وړتيا د لوړولو او سنبالښت په برخه کې لا ډېره مرسته کوي . که څه هم دمگړۍ په افغانستان کې د ناټو لږ ترلږه ٤٠٠٠ سرتېري مېشت دي، خوناټو په ځانگړي ډول امريکا په دې ټنيگار کوي چې د سرتېرو ډېروالى کولى شي په افغانستان کې سوله ټينگه او وسله وال طالبان مات کړي . خو يو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې د افغان پوځ د شمېر زياتوالى او د وړتياوو لوړول د امنيت او ټيکاو په برخه کې ډېراغېزمن پرېوځي . | ورسره تړلي نور خبرونه گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى07 فبروري, 2008 | افغانستان افغانستان ته د ځواکونو ليږل : ستونزې او سرخوږى01 فبروري, 2008 | افغانستان ايساف:دخلکوساتنې لپاره په گاډو نښې لگوو16 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||